افغانستان

فاریاب کې د ماین چاودنې شپږ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ تله، ۱۳۹۸ل): په فاریاب ولایت کې د سرک د غاړې ماین چاودنې درې ملکي وګړي وژلي او درې نور ټپیان کړي.

د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي، پېښه نن ورځ «چهار شنبه» له غرمې وروسته داسې مهال رامنځته شوه، کله چې یو له سورلیو ډک «فلډر» موټر چې له مرکز «میمنې» څخه یې د «المار»  ولسوالۍ په لور مزل کاوه؛ د سرک د غاړې ماین ښکار شو.

پولیس د پېښې پړه په طالبانو اچوي او په قربانیانو کې د ښځو او ماشومانو د شتون خبر ورکوي.

که څه هم طالبانو په رسمي ډول په دې تړاو څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې ددوی له لوري د ملکي وګړو د تلفاتو په برخه کې د حکومت راپورونه بې بنیاده او د تبلیغاتي جګړې توکي یاد کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x