نړۍ

د تونس پارلماني ټاکنې: «حزب النهضة» اسلامپال ګوند تر نورو مخکې دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ تله، ۱۳۹۸ل): د تونس د ټاکنو کمیسيون ويلي، د تېرې يکشنبې په پارلماني ټاکنو کې د راشد غنوشي په مشرۍ حزب النهضة ګوند تر ټولو مخکې دی او په پارلمان کې يې ۵۲ څوکۍ ګټلي دي، ورپسې «قلب تونس» ګوند دی، چې ۳۸ څوکۍ يې ګټلي دي.

د تونس ديموکرات ګوند ۲۲، د کرامة ايتلاف ۲۱، خپلواک دستوري ګوند ۱۷، همدارنګه نورور ګوندونو تر دې هم لږې څوکۍ ګټلي دي.

حزب النهضة ګوند د ايتلافي حکومت د جوړولو لپاره شرطونه وړاندې کړي، قلب النهضة ګوند ويلي، چې حکومت کې ګډون نه کوي او اپوزيسيون کې کيني.

په تونس کې ګټونکی ګوند اړ دی، چې د حکومت جوړولو لپاره ۱۰۲ څوکۍ ولري او النهضة ګوند اوس غواړي، د نورو ايتلافيانو په ملتيا حکومت جوړ کړي، خو ستونزه دا ده، چې په دې پارلماني ټاکنو کې خپلواک نوماندان ډېر بريالي شوي او کېدای شي له حکومت سره د يو ځای کېدو لپاره سخت شرطونه ولري.

د حزب النهضة ګوند دوه مياشتې وخت لري، چې خپل ايتلافي حکومت رامنځته کړي، تر هغه وروسته به ولسمشر نورو ګوندونو ته د حکومت جوړولو چانس ورکړي او که هغوی هم بریالي نه شول، په تونس کې به يو ځل بيا ټاکنې ترسره کيږي.

النهضة ګوند وايي، د ايتلافي حکومت جوړول ستونزمن دي او دوی هڅه کوي، په دې اړه شته ستونزې له منځه يوسي.

د حزب النهضة سيال ګوندونه وايي، دوی به د ياد ګوند په مشرۍ حکومت کې ګډون ونه کړي او داسې اندېښنې شته، که النهضة د حکومت په جوړولو ونه توانيږي، په تونس کې به يو ځل بيا پارلماني ټاکنې اعلان شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

ديته هم اسلامپال ګوند ويل کيږی ؟؟؟؟؟ رئيس يی د لندن څخه ور پارسل شو په تونس کی غرب غوندی تر اتلس کلنی مخکی نجونی نشی په نکاح کيدلای د ښځو او نرانو حقوق برابر دی که هغه نکاح او طلاق وی او يا ميراث او نور د لواطت ، زنا او همجنس بازی کوم ممانعت پکښی نشته د ټولو اديانو تبليغ پکښی کيدلای شی الا اسلام قانون او قضاء يی فرانسوی دی که همدا اسلامپال؟ ګوند کفر او کفری قانون و نه منی فرانسه به يی وشړی په ټوله مغربی هيوادو کی د تونس خلګ سست خلګ دی او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x