اشرف غني د امریکا د سنا مجلس له پلاوي سره لیدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ تله، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» تېره ورځ په ارګ کې د امریکا د متحده ایالاتو د سنا مجلس له پلاوي سره لیدلي.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه لیکي، چې په دې لیدنه کې د سنا غړو د کابل حکومت ته د بریالیو ټاکنو د ترسره کولو له امله مبارکي وویله او ټاکنې یې د ډیموکراسۍ د بنسټونو د پیاوړتیا لپاره اړینې وبللې.

خبرپاڼه زیاتوي «یاد پلاوي تروریزم سره د مبارزې او د ټاکنو د امنیت د ټینګښت په خاطر د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مننه وکړه او وې ویل، د امریکا متحده ایالات د سولې د هغې پروسې هرکلی کوي چې د ښځو د حقونو او جمهوري نظام د تداوم ترڅنګ په کې د تېرو دوو لسېزو ټولې لاسته راوړنې خوندي پاتې شي.»


د سنا غړي داسې مهال د ګډ حکومت له مشر سره ویني، چې تر دې وړاندې د یاد مجلس ځینو غړو د خلیلزاد په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره په اسلام اباد کې لیدلي وو، چې د شنونکو له قوله، د درېدلو مذاکراتو د بیا پیل د هڅو په لړ کې یوه ګټو ره ناسته وه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د