افغانستان

چین او پاکستان: د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ تله، ۱۳۹۸ل): چین او پاکستان وايي، د افغانستان کړکېچ هیڅ نظامي حل نه لري او د سیمې د ثبات په موخه دې د افغانستان د سولې په برخه کې هڅې وشي.

دغه څرګندونې د پاکستان لومړي وزیر «عمران خان» چین هیواد ته د خپل سفر په مهال ددې هیواد له ولسمشر سره په ګډه یوې ناستې وکړې، دواړو لورو په ګډه د افغانستان کړکېچ له نظامي لارې نه حل کېدونکی وباله او زیاته یې کړه « د افغانستان ثبات د سیمې لپاره حیاتي اهمیت لري او باید په دې برخه کې هڅې لا ګړندۍ شي».

د چین ولسمشر له خان سره په لیدنه کې د افغان سولې په برخه کې د پاکستان هڅې وستایلي او ترڅنګ یې یاده کړه، چې یو بین الافغاني، ټولشموله او د افغانانو په رهبرۍ د سولې پروسه کولای شي؛ افغانستان ته ثبات راوړي.

چین او پاکستان داسې مهال د افغانستان کړکېچ له نظامي لارې نه حل کېدونکی بولي، چې متحده ایالات وايي، له دولتي عسکرو سره یې په ګډه په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې د جګړې ډګر نور هم تود کړی او په یوه میاشت کې یې د غورځول شویو بمونو تر ټولو لوړه شمېره تجربه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

هر کله چی د تمویل کونکو ځیرمی په خلاصیدو شی بیا وایی چی جنګ نظامی حل لاره نلری.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x