افغان فوټبال ملي لوبډله نن شپه له عمان سره مخ کيږي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۸ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان فوټبال ملي لوبډله به نن د ماسخوتن په ۷:۳۰ بجې د عمان ملي لوبډلې پر وړاندې د نړيوال جام لپاره غوراوي سياليو په لړ کې مخ کيږي.

له دې وړاندې د يادو سياليو په لړ کې افغان لوبډلې له قطر څخه په ۶-۰ ماتې خوړلې وه خو بنګلديش لوبډلې ته يې په ۱-۰ ماتې ورکړې وه چې اوسمهال په جدول کې په دريم مقام ځای لري.

دغه سيالۍ د ۲۰۲۲م کال نړيوال جام او د ۲۰۲۳م کال د اسيا جام غوراوي لپاره ترسره کيږي، دغه سياليو کې په ګډه ۴۰ لوبډلې ګډون کوي چې په ۸ ګروپونو ويشل شوي دي.

د افغانستان او عمان لوبډلو ترمنځ سيالۍ به د عمان په السيب لوبغالي کې ترسره شي چې د افغانستان پر وخت به د ماسخوتن په ۷:۳۰ بجې پېل شي.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې سره په ګروپ اي کې قطر، عمان، بنګلديش او هند لوبډلې ځای لري.

کولای شئ لوبه له دغه لينک څخه په ژوندۍ بڼه تعقيب کړئ!

http://www.elahmad.com/tv/omantvsport.php

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د