«حکومتي بنسټونه خبریالانو ته په وخت معلومات نه ورکوي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ تله، ۱۳۹۸ل): د خبریالانو د ملاتړ او خوندیتوب بنسټونه وایي، ځیني حکومتي ادارې خبریالانو ته د پېښو په تړاو په وخت معلومات نه ورکوي او په خبریالانو وخت نا وخت تشدد کوي.

د خبریالانو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې د کمېټې مسئول «صدیق الله توحید» چې په کابل کې یې «اطلاعاتو ته د لاسرسي» د نړیوالې ورځې په مناسبت رابلل شوې ناستې ته خبرې کولې،وویل « په زیاتره ځایونو کې زموږ همکاران او خبریالان چې کله  د معلوماتو د راټولو هڅه کوي، وهل او ټکول کېږي».

په یاده غونډه کې د خبریالانو ملاتړ کوونکو بنسټونو د ادارو له لوري له خبریالانو سره ناوړه چلند، د اطلاعاتو نه ورکول او په حکومتي ادارو کې د اطلاعاتو د ذخېرې نشتون  اطلاعاتو ته دلاسرسي په برخه کې د خبریالانو په وړاندې له پرتو ستونزو څخه وګڼلې.

خبریالان داسې مهال له حکومتي ادارو څخه شکایت کوي ، چې حکومت بیا تل رسنۍ له اتلس کلنو لاسته راوړنو څخه بللې او د هغوی د ملاتړ ټټر یې وهلی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

خیبریالانو کی له سره د سړی زوی نشته ډیر نر کار کوی حکومت، ددوی پرځایی نه وم دا ډول خبریالاناو مدنی شغالان می مستقیما بندی خانی ته لیږل!

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

هغه اداری چی تاسی پرمالومات نه درکوی، هغه بیچاره ګان دویلو د پاره هیڅ نلری.غیرشرم اوخجالت څخه.