
طالبان: سیداباد کې مو ۱۸ کمانډو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ تله، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي، د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې یې په کمانډو عسکرو بریدونه کړي او ۱۸ تنه عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر لیکلي « تیره ورځ مازدیګر د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ ماشین کلا او اوتړیو سیمو کې په کمانډو عسکرو بریدونه وشول. ۱۲ کمانډو عسکر قتل، ۶ نور ژوبل شول.»
د مجاهد په خبره، په یاد برید کې یو طالب «شهید» شوی او ۲ نور ټپیان دي.
#الفتح:
مهم: تیره ورځ مازدیګر د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ ماشین کلا او اوتړیو سیمو کې په کمانډو عسکرو بریدونه وشول.
۱۲ کمانډو عسکر قتل، ۶ نور ژوبل شول.
یو مجاهد شهید،۲ نور ټپيان شول.
تیره شپه په کج کلا سیمه کې هم د مزدورو دښمن۲ ټانګونه ویجاړ، سپاره عسکر مړه او ټپیان شول.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) October 10, 2019
یاده دې وي، چې تر دې دمه د وردګو ولایت امنیتي چارواکو دې تړاو څه نه دي ویلي.
د جاهل اولاده سبا بیا حکمتیار غوند ټیټ څټ را روان یاست د همدی حکومت له پیسو به تغذیه کیږی، د بینظری اولاده تاسو د شرم په نوم کاش یو کلیمه پیژندله خیر او خیریت به وه! تمامه عمر مو د پنجاب تر استعمار لاندی تیر کړ، تاسو د غلام غلام یاست او حکومت د بادار غلام دی.