
د امریکا افغاني ملاتړو ته د خطر زنګ
الحاج امام الدين ساپى
داچي مونږافغانان خپل تیر تاریخ ته په سپکه ګورواویانه غواړوچي پوه شوو یرغلګروهمیشه خپل ملاتړي د وولس رحم اوکرم ته پریښي دي اوهغوتر پښي سپکي کړي دي.
نژدي بیلګه یي دشوروي اتحادده کله چي ګورباچوف خپلوعسکرود و تلوپریکړه وکړه نودهغولاسپوڅې دوهم شاشجاع ببرک کارمل ټینګارکاوه چي دعسکرود وتلوموده اوږده کړي ترڅوامپریالیزم مات اویا یي ضعیف کړومګرګورباچوف په پاي کي ورغبرګه کړه چي مونږنورخپل عسکر ستاسولپاره وژلي نه شوو.
کله چي د ناامیدئ ورسته پوه شول چي د زوړ تاریخ تکراردى خود دغوبي ضمیره انسانانوزیږنده همیشه افغانې ټولني ته نوي شاشجاع په نوي بڼه زیږولي دي داځل یي حامد کرزی اواشرف غنی د شاشجاع په رول کي وزیږول، د نړیوال استکبارې قوت په مټ د قدرت په ګدۍ کښینول شول اشرف غنی د ببرک کارمل په پل- پل کیښود کله چي دامریکا جمهور رئیس ټرمپ د خپلوعسکرود وتلواعلان وکړنوپه اشرف غنی اوملاتړوی یي تبه راغله ناری سورې یی پېل کړي چي مصرف راکموواونور نور خوعسکر مه اوباسئ اوهم د وتلوموده لږه اوږده کړئ چي یوڅه افغانان د وژني پاتي دي مګرهیڅ ګټه یي ونه کړه .
کله چي ټرمپ د خبرود درولواعلان وکړنودلاسپوڅوپه رګوکي موقتې اکسجن وچلیده خودا د پردي پرمخ د مورال ورکولواعلان ول خود پردي ترشاه دطالبانوسره خبري روانې وي چي حتمي به نهایی کیږي، د دی ترمخه اشرف غنی اوملاتړولپاره ډیربد اود خطرزنګ چي ګډ باداریي کردان په سوریه کي د ترکیی، روسیی اوسوری وولس رحم اوکرم ته پریښودل کردانوهرڅومره چیغی اوبغاری ووهلي هیڅ ګټه یی ورته ونه کړه مګرد امریکا جمهور رئیس ټرمپ خپل عسکر اوباسي چي ورته عمل امریکایانو په ویتنام اونوروملکونو کي هم کړیدی چی اشرف غنی اواشرفیان کرزی اوکرزیان دي هم ددي ورځي په انتظار کي اوسي.
صافی صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی ! په عینی حقایقو ولاړه لیکنه مو به ښکلی وخت کی او زما د زړه خبری بکی ځای په ځای کړی الله ج دی اجرونه درکړی. ستاسی لیکنی د هیتلر خبری را به یاد کړی . ویلی وو چه تر غلامانو مو خپلواکان ښه ایسی . غلامانو د یو څو روبو او مقامو د پاره خپله خاوره او خپلواکی په مونږ وپلورله، او د څو روبو او مقامو د پاره خپل خلک زمونږ د ګټو د پاره وژنی، د روبو او مقامو دپاره د خپل ناموس پروا هم نه ساتی. برخلاف هغوی… نور لوستل »