
لغمان کې د دولتي عسکرو ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ تله، ۱۳۹۸ل): د لغمان په علينګار ولسوالۍ کلټکې سيمه کې د دولتي عسکرو «صفر۲» قطعې د ملکي خلکو پر کورونو عمليات کړي او د يوې کورنۍ پنځو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
ځايي خلک وايي، په دې عملياتو کې د يوې کورنۍ درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي، چې د لغمان ولايت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د سيمې سلګونو قهرېدلو خلکو د وژل شوو خلکو جسدونه پلازمېنې مهترلام بابا ته راوړي او د وژل شوو خلکو د قاتلينو د محاکمې غوښتنه کوي.
دغه لاريونوال وايي، دولتي عسکرو د علينګار کلټکې سيمه کې د يوې کورنۍ درې تنه وژلي، دوه يې ټپيان کړي او يو يې له ځان سره ژوندی بيولی دی.
د سيمې د خلکو په وينا وژل شوو کسانو له هېڅ ډلې سره تړاو نه درلود، ټولو خلکو ته معلوم و، چې وژل شوي کسان خټګر ول او ژوندی نيول شوی سړی خیاط دی.
د سيمې پارېدلي خلک وايي، تر څو، چې د وژل شوو کسانو قاتلين نه وي معلوم شوي او بندي سړی نه وي خوشې شوی، تر هغو به د وژل شوو کسانو جسدونه خاورو ته ونه سپاري.
د لغمان ولايت وياند اسدالله دولتزي رسنيو ته منلې، چې علينګار سيمه کې عمليات شوي، خو دا يې نه دي ويلي، چې دا عمليات چا کړي او څوک يې وژلي دي.
الله تعالی دی ورته جنت الفردوس ورکی
اوکورنی ته صبر جمیل
اوقاتلینو ته په دی دنیا ستر عذاب او آخرت کی قهریدلی جهنم ورکری امیین