په موټر کې د مبایل چارجولو له زیانونو ځان خبر کړئ!

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ تله، ۱۳۹۸ل): په عام ډول د ځیرک مبایلونو ډیر استعمال او پر وخت مبایل نه چارجول مونږ دې ته اړ کوي چې د سفر پرمهال په موټر کې خپل مبایل چارج کړو، دا د مبایل بیترۍ له منځه وړلو لپاره بد عادت دی.

د مبایل چارجر دومره بريښنا ورکولی شي څومره ته چې مبایل اړتیا لري، خو په موټر کې موجود پورټ «یو ایس بي پورټ» مبایل ته بشپړ پیاوړتیا نشي ورکولای چې له کبله یې مبایل سوکه چارج کیږي او هم یې د سوځېدو ګواښ زیاتیږي.

د مبایل ټکنالوژي پوهان وایي چې زمونږ مبایل له ۱ څخه تر ۳ امپیرو ته اړتیا لري، چې یوازې د مبایل خپل چارج یې برابولی شي، که مبایل له بل چارجر یا په ځانګړي ډول د موټر له چارجر څخه چارج کړل شي نو مبایل ته زیان رسوي، او د مبایل بیترۍ هم له منځه تللای شي یا لږ تر لږه خپل فعالیت کمزوری کوي.

مونږ به هرو مرو دا محسوس کړي وي چې په موټر کې له ۳۰ تر ۶۰ دقیقو مبایل چارج ته کښیږدو، چې یا خو بیخي چارج شوی نه وي او یا هم له اړتیا کم چارج شوی وي، ددې لامل دا دی، زمونږ مبایل ته چې د څومره پاور اړتیا وي د مبایل چارجر یې له هغې کم ورکوي.

په موټر کې د بیترۍ خرابېدو یو لامل دا هم دی چې نوي موټرونه زمونږ مبایل ته له اړتیا زیات پاور یا بريښنا ورکوي چې بیترۍ د له منځه تلو خطر سره مخ کوي.

که غواړئ د مبایل بیترۍ مو د اوږدې مودې لپاره سالمه پاتې شي او بشپړ کار ورکړي نو په موټر کې له چارجولو یې وژغورئ، دغه ډول له نورو مصنوعي بریښناو څخه یې هم وژغورئ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د