ولسمشر اشرف غني

اشرف غني: له هغو امریکايي کورنیو سره په غم کې شریک یم چې غړي يې په افغانستان کې وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ تله، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» د هغو امریکايي سرتېرو کورنیو ته تسلیت ویلی، چې غړي یې په افغانستان کې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي.

غني  د امریکا د سنا جرګې له پلاوي سره په ارګ کې د خپلې لیدنې په مهال وویل «جمهوررئیس غني د امریکا متحدو ایالتونو سناتورانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له افغانستان سره د هغوی د همکاریو او ملاتړ مننه وکړه. هغه د افغان حکومت او خلکو په استازولۍ د هغو امریکایي سرتېرو له کورنیو سره غمشریکي وکړه چې غړي یې د افغانستان په جګړه کې قرباني شوي دي.»

نوموړي ددې تر څنګ سوله د طالبانو له لوري د جمهوریت د اصولو په قبلولو پورې وتړله او په خبره يې یوازې هغه سوله ورته د منلو ده، چې د افغان حکومت په رهبرۍ مخته ولاړه شي.

د غني په خبره، ټاکنې ترسره کېدل د مشروعیت د ترلاسه کولو په موخه د حکومت یوه اړتیا وه او دا چې خلګو پکې ګډون وکړ، دا ټکی جمهوریت او ډیموکراسۍ ته د هغوی ژمنتیا ښيي.

د ګډ حکومت مشر تر دې وړاندې هم څو ځله په افغانستان کې د دولتي عسکرو جګړه د واشنګټن او لندن د ښارونو د امنیت لپاره اړینه بللې او شکر  يې کښلی، چې د افغانستان د جګړې له امله د واشنګټن او لندن کوڅې امن دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
9 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

د هغو امریکایی عسکرو په غم کی شریک دی چه قضایی مصونیت یی ورکړی او د هغه قضایی مصونیت له مخی له کرزی نیولی له ټولو لوړپوړو غلامانو له کورنو د شنی سترګو او زیړو ویښتانو ماشومان راوځی له شرمه یی هره ورځ توروی

Karwan
میلمه
Karwan

دامريکا فاسد ګوډاګيه، دسرخاب داحمدزويو قوم دبدنام کړ، لعنت دستا په مور او پلار وي له داسي تربيه سره. نور به دکورني ته بد نه وايم، ځکه يو دهغو نه مي پيږند او دشرافت ټوټه وه اوهغه په خپل ژوند ستا له سياسي ژوند سره مخالفت لاره. ته نه شرميږي چه څومره افغانان ددخپل قدرت په خاطر په امريکايانو باندي قتل کړل. په رښتيا چه افغان نه يو بيګانه ئي. الله ددافغانستان ځخه ژر ورک کړه. کاروان

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

ایآدافغانی شهیدانودکورنیو سره کوم وخت غمشریکی کړی ده؟ کومه مادی اومعنوی مرسته دی کړی ده؟ ایآ هغه۴۵۰۰۰ افغانی ځوانان چی ستا دچوکی دپاره ځانونه قربان کړل، کله یی تا دهغودکورنیوسره لیدلی دی؟

ياسر
میلمه
ياسر

حفيظ الله امينه،
دا غيور ملت تا او ستا دبادار غوندي اشغالگر تا پشان غلامان تركي، كارمل، نجيب او شا شوجاع را پرزولي دي،
حالات کټ مټ د روسانو تیښتی ته ورته دي
خړی سترګی به پاتي يي!!!
انشاالله

پتنګ
میلمه
پتنګ

هی## خرڅ شو یه ! هغوی ته چې ستا مذدوره اردو او ستا امریکایان باداران یې وژني د توتو قیمت او اهمیت هم نه ورکوې ! ته پر دې خبرو دالر وهې او دانتخاباتو چاپلوسي کوي چې بیا د مذدور مقرر کړي ! امید وار یم چې د نجیب احمد زي غوندې په دار شي ! نالت دې وي پر ستا فاسد هیواد فروش !

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

خامخا به یی غم کی شریک یی ، چه ته هم یو اشغلګر امریکایی یی، مګر د ملی مافیه په رول کی کار کوی

جميل
میلمه
جميل

ته مردار به خود د مردار شويو امريکايانو سره غمشريکی کوی ، د هغو په دين(بيدينه) يی ، د هغو په مفکوره(د اسلام دښمن) يی او د هغو وفاداره غلام(وفا داره سپی) يی .
يوه ورځ هم تا خدای وهلی د افغانانو سره غمشريکی ونکړه خو د امريکا په فاحشه خانه کی د وژل شويو فاحش نشه يانو سره لا غمشريکی کوی .
تف او لعنت دی وی پر داسی خاين او غلام منافق .

احمد
میلمه
احمد

مرگ په تا ملي خاين مرگ په هغو چی د داسی خاين طرفداري په نامه د قوم هم ژبی آؤ نور کوئ

اجمل
میلمه
اجمل

هغه څلور وروڼه چی په ننګرهار شهیدان شول یوه یی زما ملګری وه. خو د حکومت لخوا څوک د هغوی په غم کی شریک نشول. ډیر د افسوس ځای دی چی د کافرو په غم کی ځانونه شریک بولو.