د ټاکنو کمېسیون د اطلاعاتو او ټکنالوژي برخې مسئول څارنوالي ته ور پېژندل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ تله، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټاکنو د کمېسیون د اطلاعاتو او ټکنالوژي برخې مسئول لويې څارنوالۍ ته ورپېژندلی.

د «اوا» خبري اژانس د راپور له مخې، محمد کبیر پناهي چې په ټاکنو کمېسیون کې یې د «IT» د برخې د مسئول په توګه دنده سرته رسوله ، د ټاکنو په ورځ په بایومټریک دستګاوو کې د پیدا شویو ستونزو په خاطر لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوی.

د اطلاعاتو او ټکنالوژي برخې مسئول داسې مهال لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل کېږي، چې تر دې وړاندې د ټاکنو کمېسیون د انټرنيټ د کمزورتیا او د معلوماتو د حجم د زیاتوالي له امله مرکز ته د هغوی ورو انتقال د رایې شمېرنې د بهیر جدي ستونزه یاده کړې وه، چې د حل په موخه یې الماني انجینران نن ورځ کابل ته راورسېدل.

تر دې وړاندې هم ځیني داسې اوازې وې، چې  ګواکي د ټاکنو کمېسیون مرکزي سرور هېک شوی او اوس ان د ټاکنو کمېسیون ورته لاسرسی نه لري؛ خو دغه اوازې د کومې رسمي سرچینې له لوري تائید شوې نه دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

د اشغال شوی هیواد په غلامه اداره کی دننه خیانت صداقت دی او تقوی ده . خو له بدهد سرمایداری نظام د استثمارولو فارمول د ټولنو طبقاتی کول دی مرغه د کابل غلامه اداره کی وخت ناوخت د اروپایی او امریکایی لوڼدانو د مرستو د جذبولو له امله ځینی کوزپوړی بیچاره ګان ځارنوالیو ته معرفی کوی خو لوړپوړی د ځآرنوالیو په غوښتنه غوږ هم نه ګروی . او که سزا هم ورته واوروی سزا ته نه حاضریږی که عسکر ورپسی ورشی هغه تر مرګه ډبوی. ک تر ټولو لوی خاینان چه باید څارنوالی ته معرفی شوی او اعدام شوی وی… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

داسی کوم څوک شته چی پدی فاسد غلام دولت کی يو څوک راوښيی چی پلانی نه فاسد دی او نه غلام .؟