ارشیف

« فراه کې ۲۵۰ تنه سرتېري د طالبانو له لوري محاصره دي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ تله، ۱۳۹۸ل): په ولسي جرګه کې د فراه د خلګو استازې وایي، له تېرو دوو میاشتو  راپدېخوا په دې  ولایت کې ۲۵۰ تنه دولتي سرتېري د طالبانو تر محاصرې لاندې دي.

بلقیس روشن وايي « له تېر دوو میاشتو راپدېخوا د فراه ولایت په پشت کوه ولسوالۍ کې د امنیتي سرتېرو یوه قرارګاه چې ۲۵۰  تنه سرتېري پکې مېشت دي، د طالبانو تر محاصره لاندې ده او که چېرې مرسته ورته ونه رسېږي؛ انساني فاجعه به رامنځته شي».

د بلقیس په قول، یادې قرارګاه ته تللې ټولې لارې د طالبانو له لوري تړل شوې او حکومت نه دی توانېدلی هغوی اکمال کړي.

د نوموړې په خبره، که څه هم سرتېرو له مرکز څخه مرسته غوښتې؛ خو تر دې دمه دفاع وزارت په دې برخه کې هيڅ اقدام نه دی کړی او که حالت همداسې دوام وکړي، سرتېري به د تجهیزاتو تر څنګ د غذایي موادو له کمي سره هم مخ شي.

د فراه ولایت د استازو له خولې، ددې ولایت له مرکز څخه جنګ ولسوالیو ته ټول شوی؛ خو په ولسوالیو کې جنګ په شدت سره دوام لري.

ددې تر څنګ د جوزجان ولایت استازي هم وايي، چې شاوخوا ۱۱۰ تنه سرتېري ددې ولایت په درزاب ولسوالۍ کې هم د طالبانو په محاصره کې قرار لري.

په بېلابېلو ولایتونو کې د سلګونو دولتي عسکرو د محاصرې خبرونه داسې مهال ورکول کېږي، چې د ګډ حکومت امنیتي چارواکي وایي، طالبان یې د جګړې په ډګر کې مات کړي او د جګړې رهبري یې د هغوی له لاسه ایستلې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

ټول ژوندی ونیسی او د لارو کرایه یی ورکړی در څو خپلو کورنو ته په آرامه او ورور ګلوی فضا کی ولاړ شی. که زه صلاحیت ولرم همداسی کوم.