بهرنیو چارو وزارت پېښور کې د افغانستان د بیرغ د کوزولو په وړاندې  سخت اعتراض وړاندې کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ تله، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت دبهرنیو چارو وزارت وايي، په پېښور کې د یوه مارکیټ په بام باندې د لګول شوي بیرغ د کوزولو په غبرګون کې یې پاکستاني لوري ته سخت اعتراض وړاندې کړی.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي « د خیبر پښتونخوا سلګونه تنو پولیسو پرته له دې چې په پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ ته خبر ورکړي، د شپې مهال په پېښور کې په افغان مارکيټ باندې د تخریب په موخه برید کړی، د یاد مارکيټ په بام ولاړ ملي بیرغ یې راکوز کړی او ورباندې نصب شوې لوحه یې له ځانه سره وړې».

د افغانستان اسلامي دولت د خیبر پښتونخوا د پولیسو له لوري د ملي بیرغ د توهین او دې غیرمسئولانه کار په غبرګون کې پاکستاني لوري ته خپل سخت اعتراض وړاندې کړی.

یاده دې وي، چې دوې ورځې وړاندې د خیبر پښتونخوا پولیسو په پېښور کې د افغان مارکېټ په نوم په یوه سوداګریز مارکېټ باندې حمله وکړه، ځیني برخې یې ونړولې او د یاد مارکېټ په سر باندې لګول شوی بیرغ یې را کوز کړ.

ویل کېږي، دا مارکېټ چې د افغانستان د ملي بانک ملکیت شمېرل کېږي، د یوه پاکستاني له لوري ورباندې دعوه شوې او دا مهال یې قضیه په عدلي ارګانونو کې جریان لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
6 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پتنګ
میلمه
پتنګ

دا فاسدین بد کوي ،خوشې د غریبانو ،امیانو او فاسدو دالر خورو تیر ایستل دي ! که پردوی دافغانستان بیرغ دومره ګران وی نو هغه د مور میړونه امریکایان به یې له هیواده ایستلي وو ، کله چې ترمپ له طالبانو سره د سولې خبرې بندې کړې نو فاسد دولت تر سحره پورې اتڼ نونه کول او اوس دا اشغال شوی بیرغ دومره پري ګران دی ؟؟ ګرانښت ما نښت نشته دا دالري بیرغ دی او انشاء الله چې مو قتي بیرغ به وي !!

اجمل
میلمه
اجمل

پتنګ ته: حکومت به ورک شی خو ته څنګه مسلمان یی چی وایی دا موقتی بیرغ دی؟ پدی بیرغ کی کلمه، محراب او منبر دی. ####

عبدالله
میلمه
عبدالله

افرین ستا پر اخلاقو، ته به زان ته ددین د داعی نسبت کوی. شکنزل کوی؟؟ ایا دا اسلامی اخلاق دی؟
پتنگه ته جمیل مجاهد بیانزی نقد مو حق دی خود یی وکی لیکن شکنزل مه کوی. نن تکی اسیا ستا په چوپر د کی ده زکه تاسو هر هرسه بی سانسوره خپروی. پنجابی فوجه خانه دی خرابه شه.

اجمل
میلمه
اجمل

یهرنیو چارو وزارت خو څه نا څه وکړل، خو طالبانو څه وکړل؟ کوم نر طالب شته چی د افغان له بیرغه څخه دفاع وکړی د هغه بیرغ چی پکی کلمه، محراب او منبر دی.

جميل
میلمه
جميل

دا د کفارو له خوا جوړ شوی بيرغ ګرسره طالبان نه منی .
تاسو لکه چی تر اوسه د طالبانو په سپيڅلی کليمی مزين سپين بيرغ ندی ليدلی چی ټوله نړی يی په ګونډو کړی .

عبدالله
میلمه
عبدالله

جمیل جانه! غالب گومان چی ته به لا ماشوم وی مرحوم ملا محمد عمر ما مخامخ لیده، دا نور دچهار چینو، دهراوود، هلمند او کندهار غت طالبان می پیژندل نو ماته مو باور وکه ریشه معلومه ده، حتی هغه اوه کسیزه اولین کمیسون چی طالب یی خپل اساس بولی یو یی زما د تفسیر استاد دی. نو خبره دبیرغ نه ده خبره د عمل ده که په بیرغ وی نو تاسو سه وکرل (شمال کی مو دوینی ویالی وبیولی قتل عام ملا داد الله جور کری وو) سه مو کری؟ سه کوی؟؟ دونیا کی مو اسلام نوم بد کر.دعوه کوی،… نور لوستل »

Karwan
میلمه
Karwan

اجمل ###، طالبان دا ۱۸ کاله کيږي چه دافغانستان داستقلال لپاره جهاد کوي، کله چه استقلال حاصل کړي نو بيا به مو بيرغ هم خپل وي! کاروان

پتنګ
میلمه
پتنګ

هلکه منطقي ځواب وايه او لیکه یې ،په لیکنو کې د لکه دجمعه ګل سید ګل د يوې خبرې او مفکورېرتکرار لیدل کیږي : ته لیکې : « طالبانو څه وکړل ؟» ایا طالبان هم له دغه دالري او مذدور بیرغه دفاع وکړي ؟ نه هیڅکله نه هغوی خپل بیرغ لري . بیا لیکې : «بیرغ چی پکی کلمه، محراب او منبر دی» نو ممبر او کلمه خو هر فاسد رشوتخور هم یادوي او دغه بیرغ له دغو اوصافو سره د کابل د پټو فاحشه خانو په دیوالونو هم لګیدلی او په کاغذو باندې نیښتي دي ! دکابل مذدور دولت… نور لوستل »

Abdul-Rauf Alam
میلمه
Abdul-Rauf Alam

مجاهد طالب جان دا ۲۶ کاله داسلامې سپیڅلی جنډه دفاع کړی، چې نن يې ټول مجاهد اولس په سترګو وینې،هغه شان، چې د نړی قوماندان(امریکا)يې، د اسلامې امارت دروازه تر شا ودراوه.