وارخطا امریکا خپل جګړه ییز ماموریت حماقت او تېروتنه بولي

حمزه حسیني

پر افغانستان او نورو اسلامي هیوادونو د امریکا او ناټو یرغل بلکل احمقانه یرغل و، دوی په خپلو پرمختللو وسائلو اتکاء او بروسه کړې وه، البته داسلامي هیوادونو تېر تاریخونه یې له پامه غورځولي وو، دناکامۍ سوچ او فکر یې نه کاوو، خو اوس چې له سترې ماتې سره مخ ده او په خپلو یرغلیزو جګړو پښېمانه ده؛ خپل یرغلیز ماموریت ته کله دحماقت او کله دتېروتنو نوم ورکوي.

نن مې په سوشل میډیا کې دامریکا دنړیوالو اړیکو دمشر (کاترین برون) یوه مقاله ولوستله، نوموړي دخپلې مقالې عنوان په دې ټکو پیل کړی و، چې نیمایي امریکایان دافغانستان جګړه تېروتنه بولي، هغه زیاتوي په امریکا کې ۴۳ سلنه خلک باوري دي چې دافغانستان جګړه ستره تېروتنه ده.

دنوموړي دمقالې په یوه برخه کې راغلي: په ۲۰۱۸ م میلادي کال کې صرف ۳۳ سلنه افغانانو باور درلود چې ګواکې افغانستان په مثبت لور روان دی خو پاتې ۶۷ سلنه باوري وو، چې افغانستان له مثبت لوري نه په لرې واټن کې قرار لري.

برون دمقالې په وروستۍ برخه کې وایي: دافغانستان دمسئلې حل یوازې دسولې خبرې دي چې کولی شي دافغانستان خراب وضعیت بدل کړي.

همدا راز څو ورځې وړاندې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و: چې دحماقت دوره پای ته رسېدلې اوس ددې وخت رارسېدلی دی چې بې مانا جګړو ته دپای ټکی کېږدو.

هوکې!
افغانان هم غواړي چې امریکا او ملګري یې نور له افغانستان پښې سپکې کړي او خپل وحشت ته د پای ټکی کېږدي، افغانان دې پرېږدي چې خپلو کې سره جوړ شي.

موږ امریکا ته لا پخوا ویلي وو، چې ستاسو یرغل ستر حماقت دی، خو دوی اوس خپله همغې خبرې ته راغلل او قانع شول، اوس هم لا چانس لري چې خپل سرتیري وباسي او دډالر خورو غلامو افغانانو په خبرو دې نه تېروځي کنه له نه جبرانېدونکو او تاریخي زیانونو سره به مخ شي.
وماذالک علی الله بعزیز

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د