د سختې سردردۍ فوري مخنیوي لپاره اسانه لارښونې

ن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ تله، ۱۳۹۸ل): سخته دردي په عام ډول د سر عام درد ته نه ویل کیږي بلکې په دې وخت کې د سر نیمایي خوا درد کوي چې له کبله یې انسان سخت په زحمت کې وي.

د داسې ډول سر دردۍ پرمهال وګړي تیزه رڼا او شور ماشور نشي زغملی او له کبله یې انسان ته قۍ ورځي، دا ډول درد د هر عمر وګړي ته هر وخت پېښيدلای شي.

د سر دردۍ فوري له منځه تللو لپاره زیاتره خلک د درد کش یا نورې ګولیو استعمال کوي، کوم چې په مسلسل ډول استعمالولو سره د انسان روغتیا ته زیان رسوي.

په لاندې لارښونو کولای شئ څرنګه د سختې سر دردۍ مخه ونېولای شي:

د انګور شربت

که چیرې له داسې ډول سر دردۍ سره مخامخ شوئ او کور کې مو انګور درلودل، فورا یې شربت جوړ او وځښئ.

ادرک

ادرک په عام ډول بدن کې د هر درد له منځه تلو لپاره استعمالیږي خو د د داسې ډول سر دردۍ مخنیوي کې هم مثبت ثابتیږي، ددې لپاره له ادرک څخه اوبه وباسئ یا یې اوبو کې وټکوئ او لیمو په کې ګډ کړئ بیا یې وڅښئ.

کورکمن

کورکمن په عام ډول په مسالو کې د خوند او رنګ لپاره استعمالیږي، په خوړو کې د خوند زیاتولو سربېره د سر درد هم ښه کوي، کورکمن په اوبو کې ګډ کړئ او د ۳۰ دقیقو لپاره یې پر سر کښیږدئ، بیا یې په تړمو اوبو پریمنځئ، د سر درد به مو تر ډيرې اندازې ارام شي.

له تیزې رڼا ځان وساتئ

د سختې سردردۍ پرمهال له تیزې رڼا څخه بشپړ ډډه وکړئ، ځکه چې دا د تشویش او درد زیاتوالي لامل کیږي، دغه مهال په توره تیاره کې وغځیږئ او ارام وکړئ.

مساج/مالش

د سخت درد پرمهال د غاړې او سر مالش کول د درد په کمولو کې ګټور ثابتیږي، دا د درد کمولو تر ټولو پخوانۍ نسخه ده، په دې سره د وینې جریان ښه کیږي او درد له منځه ځي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د