افغان لوبډلې د عمان په لاس په ۳-۰ ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د عمان ملي لوبډلې پر وړاندې د راتلونکي نړیوال او اسیا جام په غوراوي سیالۍ کې په ۳-۰ ماتې وخوړه.

دغه سیالۍ چې د عمان لوبډلې په کوربه توب په «السیب لوبغالي عمان» کې ترسره شوه، عمان لوبډلې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او بریا یې خپله کړه.

د عمان لخوا لومړی او دویم ګول عبد العزیز المقبلي ووهل، دریم ګول یې محسن الغساني په پینالتي شاټ وهلو ثبت کړ.

https://twitter.com/theafcdotcom/status/1182341439688237063?s=19

افغان لوبډلې د ۲۰۲۲م نړیوال جام او د ۲۰۲۳م اسیا جام لپاره د غوراوي سیالیو په لړ کې له دې وړاندې له قطر څخه په ۶-۰ صفر ستره ماتې خوړلې وه خو بنګلدیش ته یې په ۱-۰ ماتې ورکړې وه.

په ننۍ لوبه کې عمان لوبډلې له پېله ښه لوبه وکړه چې په ۲۷مه دقیقه کې یې لومړی ګول وواهه، په ۳۸مه دقیقه کې یې دویم او په ۶۰مه دقیقه کې یې دریم ګول په خپل نوم ثبت کړ، خو بلخوا افغان لوبډله تر پایه په هیڅ ګول وهلو ونه توانېدله.

د یادونې ده چې افغان لوبډله به د یادو سیالیو په لړ کې د راتلونکې میاشتې په ۱۴مه نېټه له هند او په ۱۹مه نېټه به د قطر سره سیالۍ ترسره کوي. دغه سیالۍ به د افغانستان په کوربه توب د تاجکستان په سینترل ریپبلیکن لوبغالي کې ترسره شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د