له ښي لوري شير محمد عباس ستانکزی، د طالبانو سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر مسکو د ۲۰۱۹ د مئ ۲۸

طالبانو د ملا برادر اخند پر کور د برید افواه رد کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ تله، ۱۳۹۸ل): طالبانو هغه افواه رد کړې، چې تېره ورځ د ګډ حکومت د ملي امنيت رياست رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې وه، چې د بلوچستان چمن ښار کې د طالبانو د سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند پر کور برید کې دوه تنه وژل شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټرپيغام کې د ملي امنيت رياست ادعا رد کړې او وايي، چې د ملا برادر اخند کور بلوچستان کې نه دی، بلکې په قطر کې دی او هم هلته کومه داسې پېښه شوې ده.

طالبانو له ځينو رسنيو هم ګيله کړې، چې د حکومتي جاسوسي ادارو ناسمه ادعا يې له حقیقت موندنې پرته خپره کړې ده.

دا لومړی ځل نه دی، چې حکومتي چارواکي او د حکومت تر چتر لاندې کار کوونکې رسنۍ د طالبانو او  د هغوی د مشرانو په اړه ناسم راپورونه خپروي.

څه موده وړاندې د ګډ حکومت د جاسوسي ادارو چارواکو په لنډ وخت کې دوه ځله ادعا وکړه، چې د طالبانو د بنسټګر مشر ملا محمد مجاهد زوی او د طالبانو مرستيال مولوي محمد یعقوب په پېښور کې تررو شوی، خو وروسته يې دا ادعا ناسمه ثابته شوه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د