افغانستان

ټرمپ: موږ به خپل سرتېري له افغانستان راوباسو-ويډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ تله، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» یو ځل بیا د «ناپایه جګړو» د پای ته رسولو ژمنه تازه کړې او له افغانستان څخه یې د خپلو عسکرو د را ایستلو خبر ورکړی.

ټرمپ چې په «میني فالیس» ایالت کې یې یوې ټاکنیزې ناستې ته خبرې کولې، وویل « موږ سوریې ته یوازې د دېرشو ورځو لپاره خپل سرتېري ولېږل؛ خو اوس هلته زموږ په شتون لس کاله اوړي، موږ افغانستان ته د مؤقت وخت لپاره ولاړو؛ خو اوس هلته زموږ  د تګ نږدې ۱۹ کاله بشپړېږي، اوس وخت رارسېدلی چې خپل سرتېري کور ته راوبولو».

ټرمپ داسې مهال یو ځل بیا له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو ژمنتیا تازه کوي، چې له طالبانو سره یې د افغان سولې په تړاو نهه میاشتني مذاکرات چې تمه وه په پایله کې یې بهرني عسکر له افغانستان څخه ووزي؛ لغوه کړي او په دې هیواد کې يې خپلو جنګیالیو او دولتي عسکرو ته د طالبانو په وړاندې د جګړې د شدت امر کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا درواغجن د خدای دښمن به پخپله هم نه په پوهيږی چی څه وايی .

الحاج استاذ بیانزی

غصب شوی امریکا کی حکومت به نامه ټاکل شوو ریسانو په واک او لاس کی نه دی، د امریکا اصلی واکداران، پلان جوړونکی او تصمیم نیونکی د نیو ورلډ ارډر یا ( نظم نوین جهانی ) د لوړ بوړو غړو په واک او لاس کی دی چه څه به یی حکومت کی دننه او څه د پاندی او حتی د امریکا د باندی دی . د جمهوریت، او دموکرات په نوم ګوندونه هم د نظم نوین جهانی له خوا مهندسی شوی چه یوه به خزانه ډکوی او بله به یی په جنګو مصرفوی ، ریسان، نظامی، مالی او استخباراتی حتی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x