افغانستان

افغانستان په پېښور کې خپله قونسلګري وتړله

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ تله، ۱۳۹۸ل): په اسلام اباد کې د کابل حکومت سفارت د یوې اعلامیې له لارې تر نامعلومې مودې پورې په پېښور کې د خپلې کونسلګرۍ د تړل کېدو خبر ورکړی.

د سفارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېر ځل مو د افغان مارکېټ له سره د بیرغ کوزولو او هټیو د بندولو په تړاو خپل نظر له رسنیو سره شریک کړی وو او دا مو جوته کړې وه، چې د ورته عمل د تکرار په صورت کې به افغان حکومت په پېښور کې خپله جنرال قونسلګري وتړي.

خبرپاڼه وړاندې لیکي، چې تېره شپه یو ځل بیا د خیبرپښتونخوا پولیسو پرته له دې چې د افغانستان سفارت په جریان کې واچوي، په یاد مارکېټ چاپه اچولې او د افغانستان ملي بیرغ یې راکښته کړی.

د کابل حکومت سفارت د پاکستاني پولیسو دا ګام د ښه ګاونډيتوب او ډيپلوماټیکو اصولو خلاف کار بللی او تر یوې نامعلومې مودې يې په پېښور کې خپله قونسلګري تړلې.

په پېښور کې افغان مارکېټ چې ویل کېږي، د افغانستان د ملي بانک ملکیت شمېرل کېږي، اوس ورباندې یوه پاکستاني دعوه کړې او قضیه یې دا مهال په عدلي ارګانونو کې جریان لري.

څو ورځې وړاندې هم د یاد مارکېټ له سره د افغانستان بیرغ کوز کړل شوی وو او د مارکېټ یوه برخه تخرېب کړل شوې هم وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

اشغلګر تل هڅه لری چه مونږ د ګاونډی هیوادو سره په دشمنیو او کرکو کی وساتی او بیا هر یو ځانله ځانله ښکار کړی او یا لږ تر لږه د هیوادوالو او نړیوالو ذهنیت له امریکایی اشغال څخه چه اروپا هم ورسره تلواله کی نغشتی د پاکستان او یا ایران اشغال او لاس وهنو ته واړوی . نو کله یوه او کله بله بهانه جوړوی او په رسنیو او پاڼو کی یی کمیشن کاران دی ډول فعالتیو ته لمن وهی . اشغال شوی هیواد کی غلامه اداره د اشغالګرو د ګتو او مظلوم اولس شکنجه کولو، لوټ ګولو او وژلو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x