افغانستان

طالبان:د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان ستونزه حل کولای شي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ تله، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو خبر ورکړ؛ طالبانو له دې پرېکړې هرکلی کړی او د بهرنیو ځواکو وتل یې د افغانستان د ستونزې حل بللی.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» په خپل ټویټر لیکلي «د ټرمپ لخوا په یوه ولسي غون‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډه کې یوځل بیا له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو ژمنه وشوه او خلکو یې په اوږدو چکچکو او نعرو سره تود هر کلی وکړ. دغه دا ثابتوي چې د افغانستان د اشغال پای ته رسول یو ه ولسي غوښتنه ده.»

شاهین زیاتوي «موږ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د افغانستان د ستونزې حل بولو او دا دامریکې او افغانستان د ولسونو په ګټه هم دی.»

یاده دې وي، چې نن ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوې کمپاینې غونډې په مهال وویل، چې بهرنۍ جګړې به پای ته رسوي او عسکر به خپلو کورونو ته راستنوي.

د ټرمپ په خبره، دوی افغانستان ته د مؤقت وخت لپاره سرتېري رالېږلي وو؛ خو په افغانستان کې ددوی په راتګ ۱۹ کاله واوښتل او دا وخت دی چې خپل سرتېري له دې هیواد څخه وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

نظم نوین جهانی له اوله د سپټمبر نړیواله فاجعه ( چه څه کم دری زره بی ګناه امریکایان یی هم پکی د استعماری ګټو د پاره قربانی کړل ) د استعماری ګټو او نړیوال حکومت تاسیسولو د پاره جوړه او وکاروله چه له امله یی لمړی په افغانستان، بیا په عراق او له هغه وروسته یی په عربی هیوادو بریدونه وکړل او تراوسه دغه نړیواله غمیزه جریان لری . امریکا یو غصب شوی هیواد یعنی د انګریزانو مستعمره ده له اوله د نظم نوین جهانی په بنیاد او پلانو جوړه شوی له جوړیدو تر اوسه دری پیړی هم نه دی… نور لوستل »

همت جان

د دې سرټمبه (ټرامپ) په هيڅ خبره باور نسته، نن يو څه وايي ، سبا بل څه. خو دا خبره په باور سره کوم چي په ګران هيواد افغانستان کي د امريکايي پوځيانو د پاته کېدو او د امريکې د لاسپوڅو د بلواکي واک د کرغېړن عمر پای ته رسېدو ته ډېر لږ وخت پاته دی.

غ.حضرت

زه د بیرغ میرغ تقدس ته کومه خاصه عقیده نلرم او یوازی ( عَلم شریف) را ته محترم دی ( البته په ذهنی او تاریخی لحاظ) امّا ځینی وطنی او ملی سمبولونه الزاماً د پاملرنی او توجه وړ دی ځکه دا د هیوادونو تر منځ د ( لتعارفو) د تشخیص یوه پېژندل سوې نښه ده. بله خبره دا چی افغانستان د نړې د معدود هیوادونو څخه شمېرل کیږی چی ځینو حکومتونو او ګوندونو او اشخاصو ئې د تاریخی پړاوونو په اوږدو کی د ملی روحئې خلاف او د وولس د خوښی او انتخاب پرته د شخصی سلائقو او فکری علائقو… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x