ورزش

په شپږیزه لیګ کې تر دې دمه غوره لوبډله، غوره توپ وهونکي او غوره توپ اچونکي څوک دي؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ۲۰۱۹م کال کورنۍ سیالۍ (شپږیزه لیګ) چې د تیرې دوشنبې په ورځ د اکتوبر په ۷مه نېټه پېل شوې په کې تر دې دمه ټولې ۹ سیالۍ ترسره شوي دي.

د شپږیزې لیګ شپږم پړاو سیالیو کې شپږ (کابل بازان، بند امیر ښاماران، مس عینک اتلان، امو نهنګان، بوست ساتونکي او د سپين غر زمریان) لوبډلې ګډون کوي چې د ملي لوبډلې بېلا بېل لوبغاړي یې مشري کوي.

تر دې دمه په شپږیزه لیګ سیالیو کې ۹ لوبې ترسره شوي چې هرې لوبډلې ۳-۳ سیالۍ ترسره کړي دي، ددې سیالیو له مخې د کابل بازان لوبډلې خپلې دریواړه سیالۍ ګټلي او وار له مخه یې دویم پړاو ته لار موندلې ده. په دویم نمبر میس عینک اتلان، بوست ساتونکي دریم، بند امیر ښاماران څلورم، امو نهنګان پنځم او د سپين غر بازان په شپږم نمبر دي.

Image may contain: one or more people, sky and outdoor

دغه ډول د توپوهنې په لیست کې د کابل بازان لوبډلې مشر اصغر افغان تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړي دي، نوموړي په درې سیالیو کې په ۴۴.۳۳ اوسط سره ټولې ۱۳۳ منډې جوړې کړي، یوه یې نیمه سلیزه وهلې او ۹۲ زیاتې منډې لري.

په دویم نمبر د بند امیر ښاماران لوبغاړی جاوید احمدي زیاتې منډې لري چې په ۶۳ اوسط سره یې په ۳ لوبو کې ۱۲۶ منډې جوړې کړي او یو وار ناسوځېدلی پاتې شوی، د مس عینک اتلان لوبډلې نور علي ځدران دریم زیاتې منډې جوړونکی دی چې ۱۲۳ منډې یې جوړې کړي دي.

په توپ اچونه کې زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی د کابل بازانو لوبډلې وقار سلام خیل دی، نوموړي په ۳ لوبو کې په ۱۳.۸۳ اوسط سره ۶ لوبغاړي سوځولي دي، د مس عینک اتلانو لوبډلې یمین احمدزی هم ۶ ویکټې اخیستي خو په اوسط کې له وقار سلام خیل څخه وروسته دی.

په نورو زیاتو ویکټو اخیستونکو کې د کابل بازان امیر حمزه ۵، د بوست ساتونکو لوبډلمشر ګلبدین نائب ۵ او د مس عینک اتلانو لوبډلې نوین الحق ۴ ویکټې اخیستي دي.

د یادو سیالیو په لړ کې به سبا شنبه دوه سیالۍ ترسره کیږي، چې لومړۍ به سهار ۹ بجې د کابل بازان او امو نهنګان لوبډلو ترمنځ او دویمه به د بند امیر ښاماران او سپين غر زمریان لوبډلو ترمنځ په ۱:۱۵ بجې پېل شي.

حیرانونکې ده چې د کرېکټ ملي لوبډلې څخه توپ اچونکو د پام وړ لوبه نندارې ته نه ده وړاندې کړې، راشد خان، مجیب ځدران، محمد نبي، شاپور ځدران او داسې نور توپ اچونکي لا ښه نه دي ځلیدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x