روغتیا

د ډينګي وایروس څنګه خپریږي او نښې نښانې یې کومې دي؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ تله، ۱۳۹۸ل): نړۍ کې په ځانګړي ډول په اسیایي هېوادونو کې د ډینګي ناروغي په پراخه کچه زیاته شوې ده چې زرګونه کسان پرې اخته شوي او سلګونه نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پوهانو د وینا سره سم د ډينګي ناروغۍ لومړۍ درملنه ۸۰سلنه په کور کې ترسره کیدلای شي او روغتون ته د تلو اړتیا نه پېښیږي، دا هغه مهال چې لومړۍ نښې یې ژر وپیژندل شي.

ډینګي غوماشی سهار له رڼا راختو څخه وړاندې او له لمر پریوتو دوه ساعته وړاندې زیات متحرک او فعالیت کوي، دا د اګست میاشتې له پېل څخه تر اکتوبر وروستۍ ورځو پورې وده کوي او د خپریدو خطر یې زیات وي، خو په سړه هوا کې د ډینګي نسل وده کول بندیږي.

دا ناروغي د یوه ځانګړي غوماشي (ایډیس ایجپټي) له لارې رامنځته کیږي چې ددې په واسطه له یوه نه بل کس ته لیږدول کیږي. د راپورونو په وینا دغه غوماشی هغه ځای کې موندل کیږي چیرې چې پاکې ولاړې اوبه موجودې وي.

د ناروغۍ څرګندې نښې سخته تبه، قۍ کول ، د بدن درد او د سترګو درد ښودل کیږي، ددې ناروغۍ ډاکټران وایي چې له ډینګي غوماشو چیچلو نه وروسته ناروغ کې ددې نښې له دریو ورځو وروسته تر دوه اوونیو پورې راڅرګندیږي.

د روغتیا پوهان وایي هغه کسان چې پر ډینګي ناروغۍ اخته وي او د وینې سپين کورویات یې له ۵۰زره څخه ټيټ شي ژر تر ژره باید روغتون ته رجوع وکړي، سپين کورویات د ۴۵۰زرو څخه کم او باید له ۱۰۰زرو څخه زیات وي.

د پاکستان جیو او ډان ورځپاڼو د راپورونو سره سم اوسمهال په دغه هېواد کې په بېلا بېلو ایالتونو کې له ۲۵۰۰۰ زیات وګړي پر ډینګي ناروغۍ اخته شوي، دغه شمېره د هغو ناروغانو ده چې په روغتونونو کې راجستر شوي دي، همدا ډول د وژل شویو کسانو شمېر یې له ۴۵ وګړو څخه پورته شوی دی.

یوازې دا نه، بلکې په بنګلدیش هېواد کې یوازې د اګست میاشتې په یوه ورځ ۲۵۰۰ کسان پر ډینګي ناروغۍ اخته کسان راجستر شول، تر دې دمه په دغه هېواد کې زرګونه کسان پر ډينګي اخته شوي او لسګونه نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دغه لیست کې هند هېواد هم شمېرل شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په نړۍ کې ۲.۵ ملیارده وګړي له ډینګي وایروس څخه په خطر کې دي، ددې شمیرې ۷۰سلنه وګړي یې په اسیایي هېوادونو کې موندل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x