سید محمد اکبر اغا

سید اکبر اغا: د سولې دښمن حکومت زموږ پر دفتر چاپه وهلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان خلاصون شورا مشر او پخواني طالب چارواکي سيد محمد اکبر اغا ويلي، د سولې دښمنانو «حکومتي چارواکو» د دوی پر چاپه وهلې ده.

ښاغلي اکبر اغا ويلي، حکومتي چارواکو تر دې وړاندې هم دوه ځله د دوی پر دفتر چاپه وهلې او وروسته يې ورته عذر کړی، چې دوی تېروتلي وو.

د خلاصون شورا مشر وايي، هر ځل، چې حکومت د دوی پر دفتر چاپه وهلې، پنځوس موټر راشي، د دوی ځينې ملګري له ځان سره يوسي او له څه مودې وروسته يې بېرته خوشې کړي او بيا وايي، چې دوی اشتباه شوي وو، خو ښاغلی اکبر اغا وايي، چې تېروتنه يو ځل وي، هر ځل تېروتنه نه وي.

نوموړی وايي، د حکومتي چارواکو د مکررو چاپو له امله دوی هم اړ شوي، چې خپل غږ پورته کړي.

له تېرې اوږدې مودې راهيسې د ګډ حکومت له لوري کابل کې د سولې پر فعالانو فشارونه زيات شوي، وخت پر وخت يې د ترور هڅه هم شوې ده.

تېره ورځ هم د سولې پر فعال او سياسي شنونکي نظر محمد مطمئن د برید هڅه شوې وه، خو بریدګر په خپله هڅه کې ناکام شو او توفنګجچه يې ښاغلي مطمئن ته پاتې وه.

په کابل کې حکومتي سرچينې وايي، ګډ حکومت له کابل مېشتو پخوانيو طالبانو او د سولې له فعالانو غوښتي وو، چې له طالبانو سره د مخامخ ناستې زمينه برابره کړي، خو کله، چې د حکومت غوښتنه ونه منل شوه، حکومتي چارواکو او استخباراتي ادارو په کابل ښار کې د سولې پر فعالانو او پخوانيو طالب چارواکو فشارونه زیات کړي دي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مولا عبدالستارآغا
میلمه
مولا عبدالستارآغا

سید اکیر اغا طیب اغا او معتصم اغا فقد روفی ګټی او هم یی پیدا کړی دریسره ښه ماړه ده او دافغانستان میراث خواړه هم ځانونه شماری چی چیرته ښه وی هلته یی شپه وی چی کابل کی کوم طالب مشرا اوسی نه طالبان ده نه هغه افغانان چی اروپا سخه راغلی دوی داسی مطلب اشنا خلک ده لکه زورمتیان او پنجشیریان چچی دزرمت خلک طالبانو کی ۲۰ وزیران او معینان وه او پنچرمینان کرزی سره او خفل جبونه دواړو خواوو ډکول په قندهار کی اغاصاحبان چی هرچیرته زر مخکی ځی بیا زر شاه خالی کوی حکومت هم اوس پری… نور لوستل »