افغانستان

طالبان: د برېښنا د پایو نړول په موږ پورې اړه نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ تله، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې په سالنګ کې د برېښنا د پايي تخریب په کابل ښار برېښنا قطع کړه او په تعقیب یې امنیتي ادارو ددې کار پړه په طالبانو واچوله، طالبانو یې په غبرګون کې ویلي، د برېښنا د پایو نړول ددوی د جنګیالیو کار نه دی.

د طالبانو ویاند «‌ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر لیکلي «د پروان د بریښنا پایه نړول زموږ د مجاهدینو پورې اړه نه درلوده، او نه هم نیول شوي کسان مجاهدین دي. مزدور دښمن له دغې موضوع څخه د پروپاګند په ډول استفاده کوي. موږ د دښمن ادعا په په کلکه ردوو.»

یاده دې وي، چې تېره ورځ د ګډ حکومت د ملي امنیت ریاست د یوې اعلامیې له لارې خبر ورکړ، چې په سالنګ کې د برېښنا د پایو تخریبوونکي طالبان یې نیولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

داسی مو اوریدلی دی چی زینی وختونه غت چارواکی د تیلو د مافیا سره لاس وی او برق قطعه کری تر سو د تیلو خخه استفاده وسی او ددوی تیل مارکیت کی خریدار پیدا کری. دا د برق قطعه کول د مختلفو لارو ترسره کوی، د خپل سرو زورواکو په کومک، د طالب په مرسته د نامعلومو اشخاصو په کومک. مجاهد لالا شاید په خپل قول کی صادق وی زکه دلته سو دوله طالب شتون لری: چینایی طالب، روسی طالب، پاکستانی طالب، دملا رسول گروپ، د شیخ هیبت الله گروپ، د ملا عبد الروف او داسی نور… بس اوبه خریکول… نور لوستل »

فیضی

دا کسان خو له دی قوارو خکاری چه طالبان نه دی بلکه لندغر او لندخر دی باید ژر تر ژره اعدام شی چه افغان ولس په راتلونکی کی له داسی کثافاتو نه خلاص شی

اختر محمد

داغله دی دا طالبان نه دی دطالبانو کار نه دی

الحاج استاذ بیانزی

سره د دی چه اسلامی امارت د عامه ګټو پروژو او نهادونو ته ستونزی نه پیښوی د هیواد عامه ګتو ته په درنه سترګه ګوری د خوندیتوب هڅی یی لری. خو زما په اند: د اوسنی اشغال او غلامی اداری په شتون کی، تول هغه څه چه د مظلوم اولس په ځآی یی اشغالګرو او غلامی اداری ته یی ګټی رسی منهدم او له منځه یوسی ښه به وی عوامو ته بریښنا نه یا ډیره کمه رسی او هغه هم په لویو شارو کی. د غلامی اداری اجیره اردو، پولیس او ملیشی تری ګټه اخلی کوم چه د اشغالګرو د… نور لوستل »

جلال

دا غل او درواغجن حكومت هر حراميگرى ته تيار دى.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x