ورزش

فیفا د جنسي ځورونو په تور د افغان فوټبال فدراسیون پر یو بل چارواکي هم بندیز لګولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ تله، ۱۳۹۸ل): د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د افغانستان فوټبال فدراسیون پر یوه بل پخواني چارواکي سید علي رضا اغازاده په یاده قضیه کې د غفلت په تور بندیز لګولی دی.

د فوټبال نړیوال فدراسیون په خپل راپور کې ویلي دي چې د افغانستان فوټبال فدراسیون پخواني عمومي منشي سید اغازاده د جنسي ځورونو د قضیې په څيړلو کې د خبرې پټې ساتلو او پر خپل وخت فیفا نه خبرولو په پار بندیز لګولی دی.

سید اغازاده د تېر ۲۰۱۸م کال په دیسمبر میاشت کې کابل کې د یوه خبري کانفرانس له مخې د ښځينه لوبغاړو د جنسي ځورونې تورونه ناسم او بې بنسټه بللي وو، خو وروسته یو شمېر ښځینه لوبغاړو د ګواهۍ په ډول د فیفا کمیټې ته څرګندونې وکړې.

فیفا په خپل راپور کې زیاتوي «کمیټې موندلې چې اغازاده د فیفا له مقرراتو د سرغړونې په تور هغه په پنځه کاله بند محکوم کړی او ددې سربېره یې ۱۰زره ډالر جریمه کړی دی».

د راپور د وینا سره سم له دغې پریکړې وروسته پر اغازاده په ملي او نړیواله کچه د فوټبال او دې سره تړلي ټول فعالیتونو څخه منع شي، راپور زیاتوي چې نوموړي ته ددغې پریکړې په اړه خبر ورکول شوی دی.

د افغانستان فوټبال فدراسیون په یوه لنډ پيغام کې د یادې پریکړې پخلی کړی دی.

د فیفا کمیټې وایي چې د جنسې ځورونې په قضیه کې د افغانستان فوټبال فدراسیون د نورو چارواکو پر وړاندې هم بشپړ څیړنې روانې دي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون پخوانی مشر کرام الدین کریم د یو شمېر افغان فوټبال ښځینه لوبغاړو لخوا تورن شوی و چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸م کالو ترمنځ دوی سره یې په زوره جنسي اړیکې ساتلي دي.

د نړیوال فوټبال فدراسيون ادارې پر پخواني مشر کرام الدین کريم د یادې قضیې له کبله د جون په میاشت کې د ټول عمر لپاره د فوټبال هر ډول فعالیت بندیز ولګاوه او نوموړی یې همدې قضیه کې نږدې یو میلیون ډالر جریمه کړ. ددې سربېره پنځه نور چارواکي هم له دندې ګوښه اعلان شول.

له هغې وروسته د افغانستان لویې څارنوالۍ د کرام الدین کریم د نیول امر ورکړ خو ویل کیږي چې لا هم دغه پریکړه نه ده عملي شوې او لویه څارنوالۍ د نوموړي په هکله معلومات نه لري چې په هېواد کې دننه او که بهر دی.

FIFA bans Afghan football official over sexual abuse scandal

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا فاسد ، فاحش او د اسلام ضد نظام جوړ شوی او وارد شوی د همدی لپاره دی .
دا خو يوازی هغه پيښی دی چی بهرنيان يی بربنډوی ، چی څومره نوری پيښی به شويوی چی پخپله افغانانو؟ پټی ساتلی .
حيران و هغو والدينو ته يم چی خپل زلمیان او پيغلی ودی فاحشو لنډغرو ليوانو ته ورسپاری .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x