نړۍ

راتلونکې اونۍ مسکو د افغان سولې په اړه د څلور اړخيزې ناستې کوربه دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې لپاره د روسيې د ولسمشر ويلاديمير پوتين خاص استازي

ضمير کابلوف ويلي، راتلونکې اونۍ به په مسکو کې د افغانستان سولې په اړه د امریکا، چين، روسيې او پاکستان څلور اړخيزه ناسته وي.

د کابلوف په وينا د دغې ناستې موضوع به د افغانستان ملي روغه جوړه وي او د غونډې ګډونوال به د افغانستان کشالې د حل لپاره د افغانانو ترمنځ د روغې جوړې په لارو چارو بحث وکړي.

له تېرو څو کلونو راهيسې روسيې د افغانستان سولې په چارو کې فعاليتونه زيات کړي دي.

مسکو تر دې وړاندې د افغانستان سولې په اړه د درې اړخيزو، څلور اړخيزو او شپږ اړخيزو ناستو کوربه توب کړی، همدارنګه طالبانو او افغان سياستوالو هم دوه ځله په مسکو کې د افغانستان کشالې د سياسي حل په موخه بین الافغاني ناستې کړي دي.

د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوتين او نور چارواکي وايي، د افغانستان کشالې د سياسي حل او ملي پخلاينې لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي او غواړي، چې د افغانستان بحران له سوله ييزو لارو حل و فصل شي.

خو تر اوسه په دغو ټولو ناستو او کنفرانسونو کې د ګډ حکومت چارواکو ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

د چارو کارپوهان وايي، د ګډ حکومت ټوله اتکا پر امریکا ده او په سيمه کې له سياسي انزوا سره مخ دی، په داسې حال کې، چې اوس يې له امریکا سره هم اړيکې خړې پړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x