روغتیا

سوکه مزل له وخت وړاندې د زړښت نښه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ تله، ۱۳۹۸ل): په امریکا کې یوې نوې څیړنې ښودلې چې سوکه یا ورو تګ کول وګړو کې د ژر زړښت نښې څرګندوي.

د ډيوک پوهنتون په یوه څیړنه کې د سلګونه کسانو چې منځني عمر لرونکي وو د تګ سرعت شننه وارزول شوه، دوی دا موندنې د فزیکي او رواني یا نفسي اړخونو سره پرتله کړې.

دوی په څرګند ډول وموندله چې د مزل چټکتیا معاینې له لارې کیدلای شي د انسان د دماغي زوال تشخیص هم وشي.

په دغه څیړنه کې ۹۰۴ کسان چې عمرونه یې ۴۵ کاله وو شامل کړل شول، دوی د چټک او سوکه مزل کونکو ترمنځ ۱۶ آی کیو پواینټونو توپير وموند.

پوهانو وموندله چې سوکه تګ کول یا سست فزیکي فعالیت د لاسونو منګولو او ګرفت پياوړتیا او دماغي ازموینو کې کمزوری فعالیت ښيي چې د ناسمې روغتیا نښه ده.

دغه ډول څيړنې په ډاګه کړه چې د سست سرعت لرونکو وګړو د زړښت پر لور سفر ګړندی کیږي، ددوی سږي، غاښونه او دفاعي سیستم د هغو په پرتله چې چټک مزل کوي کمزوری وښودل شو.

له بېلا بېلو معاینو او شننو وروسته وموندل شوه چې د سوکه مزل کونکو وګړو دماغ او مخ له اصلي عمر نه ډير زوړ ښکاري.

له دې وړاندې یو شمېر څیړنو ثابته کړې چې چټک مزل کول انسان یوازې ځوان او تازه نه ښکاره کوي، بلکې د ګوزڼ یا فالج او د زړه حملې ۵۰سلنه ګواښ یې هم کمولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x