نړۍ

ټرمپ: سعودي به د امريکا د پوځي مرستو په مقابل کې موږ ته پيسې راکوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ تله، ۱۳۹۸ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، سعودي چارواکو ورسره هوکړه کړې، چې سيمې ته د امریکايي ځواکونو د لېږلو په مقابل کې به امريکا ته پيسې ورکوي.

ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل، منځني ختيځ ته د امریکايي ځواکونو لېږل به د مقابل لوري له مالي ورکړې سره مشروط وي.

د امریکا ولسمشر وايي: «موږ د سعودي مرستې لپاره منځني ختيځ ته خپل پوځيان او نور توکي لېږو، خو ايا تاسې هم تيار ياست؟ له سعودي زموږ غوښتنه دا ده، چې موږ څه وايو، هغه ټولې غوښتنې به مني، اوس سعودي زموږ غوښتنې منلي او موږ چې منځني ختيځ ته څومره عسکر لېږو، سعودي به يې په مقابل کې موږ ته پيسې راکوي او دا ډېر ښه کار دی.»

د امریکا د دفاع وزير مارک ايسپر ويلي و، چې د سعودي دفاع لپاره به درې زره اضافي عسکر د وليعهد محمد بن سلمان په غوښتنه ولېږي.

مارک ايسپر د لويې درستيزانو د کمېټې له مشر جنرال مارک ميلي سره ګډې خبري غونډې ته ويلي، ده له بن سلمان سره يې سيمې ته د اضافي عسکرو د لېږلو هوکړه کړې ده، خو هلته به د امريکايي عسکرو دنده يوازې دفاعي وي.

د امریکا دفا وزير له خپلو اروپايي متحدينو هم غوښتي، چې منځني ختيځ کې د امنيت او ثبات لپاره د امریکا له هڅو ملاتړ وکړي.

سيمه کې د امریکا ګټې

د امریکا لوی درستيز ويلي، منځني ختيځ ته د امریکايي عسکرو د موخه يې د سعودي مرسته، د امریکا د ګټو ساتنه ده او د ایران د ګواښونو دفاع ده.

امریکا سعودي عربستان ته د درې زرو اضافي عسکرو د لېږلو سربېره پيټرياټ توغندي، تاد دفاعي ميزايل او نور مهم پوځي توکي لېږي.

امریکا په داسې حال کې سعودي ته د درې زرو عسکرو د لېږلو پرېکړه کړې، چې تر دې وړاندې هم په سيمه کې د رسمي شمېرو له مخې د امريکا څوارلس زره عسکر پراته دي.

امریکا په ۲۰۰۳ کال کې له سعودي خپل عسکر ايستلي وو، خو تېر سپتمبر مياشت کې يې د تېلو چاڼځايونو د دفاع لپاره دوه سوه عسکر ليږي دي او نن يې يو ځل بيا د درې زرو اضافي عسکرو د لېږلو اعلان وکړ.

تېره مياشت سعودي کې د تېلو پر دوو سترو چاڼځايانو توغنديز بریدونه شوي وو، چې د سعودي د تېلو پنځوس سلنه صادرات يې اغېزمن کړي او د ټولې نړۍ په کچه يې د تېلو په صادراتو کې پنځه سلنه کموالی او په بيو کې ۱۹ سلنه زياتوالی راوستی دی.

د دغو بریدونو پړه د يمن حوثي ملېشو منلې وه، خو امریکا او سعودي وايي، دا برید د ایران له خاورې د ایران په توغنديو شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی و، چې د سعودي پر تېلو د بريد بيه به پرې کړي، خو په عين حال کې يې سعودي ته هم ويلي، چې د خپلې دفاع لپاره به امریکا ته پيسې ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x