عمران خان: د سعودي او ایران ترمنځ منځګړيتوب لپاره دواړو هېوادونو ته سفر کوم

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ تله، ۱۳۹۸ل): د پاکستان صدر اعظم عمران خان ويلي، د ایران او سعودي ترمنځ د پيدا شوي تاوتريخوالي د حل په موخه دواړو هېوادونو ته سفر کوي.

د عمران خان ځانګړي مرستيال نعيم الحق په اسلام اباد کې رسنيو ته ويلي، صدر اعظم به سبا يکشنبه ایران ته ولاړ شي، هلته به د دغه هېواد له مذهبي مشر اية الله علي خامنه يي، ولسمشر حسن روحاني او نورو چارواکو سره وګوري.

د نعيم الحق په وينا عمران خان به له ایراني چارواکو سره په منځني ختيځ کې د پيدا شوي تاوتريخوالي د کمولو په لارو چارو بحث وکړي.

ایران د تاوتريخوالي د کمولو په اړه د پاکستان د منځګړيتوب هڅې ستايلي، خو سعودي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

عمران خان به د ایران له يوه ورځني سفر وروسته بېرته پاکستان ته لاړ شي، هلته به د کابينې غونډې مشري وکړي او د برتانيې له شهزاده کيټ ميډلټن سره به وګوري او د دوشنبې په غرمه به سعودي عربستان ته روان شي.

د پاکستان صدراعظم په داسې حال کې ایران او سعودي ته سفر کوي، چې د دواړو هېوادونو اړيکې سختې ترينګلې دي، نن هم ایراني چارواکو ويلي، چې سعودي ساحل ته څېرمه د ایران د تېلو پر يوه بېړۍ توغنديز برید شوی دی.

عمران خان تر دې مخکې ويلي و، چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د سعودي وليعهد محمد بن سلمان ترې غوښتي وو، چې د ایران او سعودي ترمنځ پيدا شوي تاوتریخوالي په کمولو کې د منځګړي رول ادا کړي، خو تر اوسه دا نه ده روښانه، چې عمران خان به په خپل ماموريت کې بریالی شي که نه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

په دی اړه مونږ هم د عمران خان دغه هلی ځلی او د اسلامی ورورولی هڅی ستایو، مګر له یوی خوا د ایران او سعودی اوسنی غلامی اداری خپلو کی سره دشمنان او دواړه د امریکا غلامان دی امریکا دی حد ته دواړه رسوی چه به راتلونکی کی د اسراییلو د پاره په سیمه کی بله اضلاع متحده جوړه کړی. له بلی خوا، پاکستان هم له موره د انګریزانو هوشیار غلام زیږیدلی، هغه وایی او هغه کوی چه ورته ویل شوی یعنی سیمه کی د دوهم اسراییلو حیثیت لری، مګر عمران خان تر نورو لږی ځانګړتیاوی لری شاید مثبت رول… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

بیا د خپل بادارانو په تعریف نه مریژی! د افغانستان دپاره یی سه کری؟ پر کونر یی توغندی اورول بند کری؟ پر تجارانو یی تعرفه کمه کری؟ همدا اوس یی د افغان بزگرانو د تضعیف لپاره دری چنده تعرفه پر افغانی میوی زیاته کری. د ثقه او متبحر علما او شخصیتونو زنزیری وژنی نه کوی؟؟همدا اوس پنجابی فوجیان په افغانستان کی تخریب او جنگ نه کوی؟؟؟ ددی ظالمانو همدومره وس دی که وس ورسیژی خپل د گتو لپاره هم دوشمن باندی هیخ رحم نه لری هم دوست باندی، ثبوت ملا ضعیف یی لاس ترلی سر په خلطه پر امریکی خرز… نور لوستل »