نړۍ

امريکا: په کليفورنيا ايالت کې سخت اور لګېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ تله، ۱۳۹۸ل): د امريکا کليفورنيا ايالت په جنوب کې د تيزو بادونو له امله يو ځنګل سخت اور اخیستی دی او پراخ شوی دی چې لسګونه زره انسانان يې له سيمې څخه تښتېدو ته اړ کړي دي.

امريکایي رسنۍ وايي چې د تيرې جمعې په ورځ د لاس انجلس شمال لويديځ څخه ۴۰ کيلو متره لرې يو ځنګل اور اخیستی دی او لاهم د پراخېدو په حال کې دی او شاوخوا ته يې ګڼې ودانۍ زيانمنې کړي دي.

سرچينه زياتوي چې د اور وژنې له پاره ګڼې اطفايې او تر ۱۰۰۰ ډېر د اور وژنې عمليه په هڅو بوخت دي خو تر اوسه د اور په
وژلو نه دي بريالي شوي.

د امريکا د اطفايې مسؤلينو دا اور د (سانتا- انا) په نامه نومولی دی او ويلي دي چې له زياتو هڅو سره سره بيا هم نه دي توانيدلي چې د اور د حرکت مخه ډب کړي او يا اور ووژني.

دوی وايي چې د ځنګل د اور سربيره په لاس انجلس کې د کثافاتو يوې بلې ډيرۍ هم اور اخیستی دی چې نژدې ۲۰۰ تنه د اور وژنې کارکوونکي يې په وژنو بوخت دي خو هغه هم نه دی کنټرول شوی.

د يادونې وړ ده چې په امريکا کې وخت ناوخت ځنګلونه اور اخلي چې له امله يې زيات ځاني او مالي تلفات اوړي او يا هم ډېر خلک د سيمو پرېښودلو ته اړ کيږي.

د تير کال په نومبر کې هم په امريکا کې يو نسبتاً تيز اورلګېدنې ګڼ شمير مالي زيانونه اړولي وو او ۸۵ تنه په کې وژل شوي هم وو چې د امريکا په تاريخ کې بې ساری و.

په اوسنيو اورونو کې د ځاني زيان په اړه تر اوسه راپورونه نه دي ورکړل شوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

دغو کافرو ته داسی طبیعی پیښی بی تفاوته دی. خپل غم پکار ده. څه شوه سوله موله؟ ژمی را روان دی، یخنی می کیږی د جنګ توان نور ختم دی.

پتنګ

زمونږ په خوار اولس خو دوی د بمونو او راکيټونو په زریعه اور بل کړی او هر وخت مو اولس وژني الله ددوی په همداسې اور کې تبا تبا کړي ، په خپل ځناور جنګ کې له هیچا څخه نه وېریږي نه اخلاقي ،معنوي مسئولیت احساسوي او نه دیني !!

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close