وکیلان خوشحال سادات د «فلم هلک» په نوم یادوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ تله، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې په کابل کې د یوه وکیل د ساتونکو او پولیسو تر منځ شخړه رامنځته شوه، وکیلان د کورنیو چارو وزارت ستر سلاکار «خوشال سادات» په دې پېښه کې ښکیل بولي او د نوموړي د استضاح پلان یې تړلی.

پژواک خبري اژانس ته رسېدلي غږیږ کليپونه چې وکیلانو ته منسوب دي ښيي، چې وکیلان په یادو کلیپونو کې خوشال سادات د «فلم هلک» په نوم یادوي او یو په بل غږ کوي، چې د نوموړي په استضاح او بې عزته کولو کې دې هڅه وکړي.

په یادو کليپونو کې یو وکیل وایي « درنو وکیلانو د پارلمان د نن شپې ناسته د افغانستان د پارلمان په تاریخ کې یوه بې ساري ناسته وه، هر څومره فشار چې مو په توان کې وي، د امنیتي معین په وړاندې  یې وکاروئ، که چېرې نن شپه بریا ته ونه رسېدو نو ددې دورې تر پایه به ذلت زغمو».

په یو بل کلیپ کې اورېدل کېږي « د کورنیو چارو وزارت سلاکار  بې عزته، سپک او بې احترامه دی او زموږ سره کینه لري، دا د فلم هلک باید د دوشنبې په ورځ راوغوښتل  شي،  بیا دې وکیلان امر وکړي چې زه ددې فلم په هلک باندې د پارلمان دننه څه کوم، د پارلمان د بې عزتۍ او سپکوالی لامل همدا تن دی».

ددې تر څنګ په دې کليپونو کې اورېدل کېږي، چې وکیلان د کورنیو چارو وزیر بې توانه بولي او یوازې د خوشال سادات د استضاح غوښتنه کوي.

د پارلمان وکیلان وروسته له هغه د کورنیو چارو وزارت د سلاکار د استضاح پلان تړي، چې تېره شپه د کابل په ختيځه دروازه کې د یوه وکیل د ساتونکو او پولیسو تر منځ د وکیلانو د موټرونو د تورو شیشو د سپینولو په مهال شخړه رامنځته شوه، چې وروسته سیمې ته نور وکیلان هم ورسېدل او د پارلمان بېړنۍ ناستې ته یې د کورنیو چارو وزیر استضاح کړ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

په یوه کلی کی چی اکثرآ فاسق، فاجر او بیسواده ژوند وکړی او هلته بیا د هغوی تر مابین انتخابات وشی معلومه خبره ده چی د فاسقانو په وسیله به یو فاجر او فاسق پارلمان ته معرفی کیږی لکه د کابل د حکومت د پارلمان غړی. د فلم د هلک کیسه به پریږدو. پخوانیو حکومتونو کی ډیر کم خلک پیدا کیدل چی پس له شلو یا دیرشو کالو تجربو به د ډګروالی رتبی ته رسیدل، خو اوسی ګورو چی بیسواده لکه دوستم یا ایوب سالنګی او د فلم د هلک په شان هلکان هم ډګرجنرالی ته رسي. د کابل د… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

اجمل خان :

ګماه کوم چه خپلواکی ته نزدی شوی یو که د اجمل خان دا تلپاتی بدلون وی هیله مند یم چه هیواد کی به دیموکراتیک شیطانی نظام په الهی نظام بدل او خپلواکه اداره به رامنځته کیږی