الیس ویلز: داعش د افغانستان د خلګو تر څنګ د طالبانو لپاره هم ستر ګواښ دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ تله، ۱۳۹۸ل): د امریکا د بهرنیو چارو وازرت مرستیاله «الیس ویلز» وایي، داعش د افغانستان د خلګو تر څنګ د طالبانو لپاره هم په یو ستر ګواښ بدلېدونکی دی.

تسنیم خبري اژانس د «الیس ویلز» له قوله لیکي « داعش افغانستان د یوه هیواد په حیث نه پېژني او له پولو پرته خلافت د جوړولو په تکل کې دي ، دا ډله د طالبانو په ګډون د ټول افغانستان لپاره یو ګواښ دی، طالبان د جګړې د دوام په قیمت پوهېږي او د داعش په څېر د ترورستي ډلو ظهور د خپل ځان او افغانستان د راتلونکې لپاره ګواښ بولي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال داعش د افغانستان او طالبانو لپاره ګواښ بولي، چې د ګډ حکومت د ملي امنیت سلاکار وایي، داعش په افغانستان کې د پښې تمځای نه لري؛ نو ځکه د افغانستان لپاره ګواښ نه بلل کېږي.

داعش چې په افغانستان کې د کابل حکومت او امریکا ګډه پروژه بلل کېږي، دا مهال یې د افغانستان په ختيځو ولایتونو کې طالبانو په وړاندې تونده جګړه پیل کړې او ددې ډلې ګڼ شمېر مهم مرکزونه یې لاندې کړي.

طالبانو په بیا، بیا ګیله کړې، چې له داعش سره د جګړې په اوج کې یې د جګړې لیکې د امریکايي چورلکو له لوري بمبارېږي او داعش جنګیالي په الوتکو کې خوندي ځایونو ته رسول کېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

هو، دا خبره چه داعشیان د [[ د جهاد، مجاهدینو او الهی نظام د بدنامولو د پاره ]] د سلفیانو له خوا د امریکا او سعودی له خوا استخدام، تمویل، تجهیز او قومانده ورکول کیږی. په منځنی ختیز کی یی تری د پام وړ لاسته راوړنی ترلاسه کړی، خو هلته ورسره بلیک واتر موازی ملتیا لرله . مګر افغانستان ته د هغه ځای داعشیان نه دی راغلی د حزبی او اربکی ملیشو او ځینو پاکستایی مخروران له خوا جوړ شوی، افغاتستان کی داعشیان خبله بلیک واتر دی ګلبدنین، غنی، اتمر ، دوستم، قدیر، نور اوداسی نور یی مشری په غاړه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ویلز، دا خبره زمونږ د هیوادوالو او په ځانګړی دول طالبانو د خطا ایستنی د پاره کوی ، مګر ویلز خبره نه ده چه هغه د طالبانو د شاګردی وړتیا هم نه لری ، ګوډ شیطان یو کال هر ارخیزی هڅی وکړی چه طالبان تیرباسی او یا یی په بیه رانیسی مګر تراخره ناهیلی باتی شو هغه څه چه لوی دجال ترمب هم ناهیلی شو او خپله ناهیلی یی په پوچو لابو پټه کړه

مؤمن
میلمه
مؤمن

زه د داعش پلوی نه یم، د طالبانو پر ضد جګړه ېې فتنه بولم خو دا چې طالبان امریکا ته ګیله کوي دا ډير د ستر شرم ځای دی، د داعش جکړه د امریکا او ګوډاګي رژیم پر ضد جهاد دی او جهاد به وي، مسلمانان هغه وخت ذلیل ګرځي چې د خپل مسلمان ورور پر ضد د کفر خوا نیسي. داعش تر ډيره هماغسې مجاهدین دي لکه د روس پر ضد د حزب مجاهدین او بیا د امریکا بر ضد طالبان،داعش که د امریکا پروژه وئ په عراق او سوریه کې به ېې د ځپلو لپاره غربي ایتلاف نه… نور لوستل »

مؤمن
میلمه
مؤمن

دا زما تبصره ولې نه خپروئ، لکه چې په مزاج مو چندان برابره نه ده. خو حقیقتونه لږ تریخ وي خو بیا هم حقیقت وي او ثمره ېې خوږه وي. هغه د مسلمانانو تر منځ اتفاق.