افغانستان

ثبات او همپالنه ټیم: د غیر بایومټریک شویو رایو د شمېرنې هڅې کېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ تله، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټیم مرستیال «اسدالله سعادتي» وايي، د ټاکنو له کمېسیون هیله کېږي، چې خپله بې طرفي وساتي او د غیربایومټریک شویو رایو له شمېرلو دې ډډه وکړي.

سعادتي په یوه خبري ناسته کې وویل « خپله کمېسیون او د کمېسیون دننه ځیني کړۍ هڅه کوي، غیر بایومټریک شوې رایې عمومي سرور ته دننه کړي، عمومي سرور ته د غیربایومټریک شویو رایو د دننه کولو پروسه په انحرافي ډول مخ په وړاندې روانه ده، زموږ پلاوي نن هم له ټاکنو کمېسیون لیدنه درلوده او له هغوی یې غوښتي، چې ددې کار مخنیوی دې وکړي».

د سعادتي په خبره، که چېرې دا کار دوام ومومي د ثبات او همپالنې ټیم به یې ونه زغمي او د کمېسیون ددې کار په وړاندې به ودرېږي.

نوموړي ددې ترڅنګ په ټاکنو کمېسیون تور پورې کړ، چې د اشرف غني په مشرۍ د «دولت جوړوونکي» ټیم سره په فساد کې مرسته کوي.

یاده دي وي، چې د ټاکنو له ترسره کېدو راپدېخوا دولت جوړوونکی ټیم د غیر بایومټریک شویو رایو، چې تر ډېره د تورو رایو په سترګه ورته کتل کېږي، د شمېرلو په هڅو تورنېږي؛ خو نور ټاکنیز ټیمونه بیا وایي، که غیر بایومټریک شوې رایې وشمېرل شي دوی به یې ونه مني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x