افغانستان کې «۶۰۰۰۰» وګړي د سینو پر سرطان اخته دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د روغتیایي شورا چارواکي وایي چې په دغه هېواد کې د سینې سرطان په پراخه کچه زیات شوی او تر ۶۰زرو زیات وګړي پر دغه ناروغۍ اخته شوي دي.

چارواکي وایي چې د زړه له ناروغۍ وروسته د سینې یا تیو سرطان هغه ناروغي ده چې په پراخ ډول په کې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

سرطان سره د مبارزې بنسټ په خپله یوه تازه موندنه کې ویلي چې د سینې پر سرطان زیات اخته وګړي په کابل او ورپسې زیات شمېر په شمالي ولایتونو لکه بلخ، پنجشیر او کاپيسا کې ژوند کوي.

د سرطان سره د مبارزې بنسټ د شمېرو له مخې هر کال تر ۶۰زرو زیات کسان پر دغه سرطان اخته کیږي، دا شمېره د پلازمینې کابل په ګډون په لسو ولایتونو کې له ۵۰۰زره کسانو څخه له پوښتنو وروسته په ډاګه شوې ده.

له دې وړاندې د ۲۰۱۹م کال په جون میاشت کې د افغانستان د روغتیا وزارت په خپله اعلان شوې اعلامیه کې ویلي وو چې په دغه هېواد کې ۴۰زره ښځې د سینې پر سرطان اخته شوي، دوی ویلي وو چې هر کال تر ۴۰۰۰ وګړي پر دغه سرطان اخته کیږي.

بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په افغانستان کې هر کال له ۱۷۰۰ زیات وګړي د سینې پر سرطان اخته ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د کابل د طبي شورا د مشرې نسرین اوریاخیل په باور، ماشومانو ته د مور له خوا شیدې نه ورکول، د نشيي توکو کارول او د وزن زیاتېدل، د میرمنو ترمنځ د سینې د سرطان د پیدا کیدو عمده لاملونه دي.

د سینې سرطان نښې د سینې لاندې د غوټې پیدا کېدل، د سینې د رنګ او اندازې بدلون، د سینې د څوکې ښکته کېدل، د سینې د رنګ نارنجي کېدل او ځينې نورې یې د سرطان پر شتون دلالت کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پتنګ
میلمه
پتنګ

دا خو کوم تعجب ندی له یوې خوا د ښارو د هوا چټلي او له بلي خوا د امریکایانو د پلوتونیوم دګراناتو استعمالول داولس او طالبانو په خلاف ، ددې سبب اوعلت دی چې سرطان ډیريږي او حتی امکان یې ډیر
شته چې ځینې یې سرکوم سرطان وي چې علاج یې هیڅ نه کيږي ! ددې ټولو ناخوالو عامل او زېږیدونکی د افغانستان ناپوهه ، غل، مافیايې او مذدور دولت چې اولس د خپل عیش او قدرت لپاره وژني !!!