
د ميدان وردګ د جغتو ولسوال په کابل کې وژل شوی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ تله، ۱۳۹۸ل): طالبانو د ميدان وردګ ولايت د جغتو ولسوالۍ ولسوال نن مازيګر د کابل ښار په کوټه سنګي سيمه کې وژلی دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د جغتو ولسوال راز محمد وزيري يې نن مازيګر د کابل ښار کوټه سنګی د ګولايي دواخانې سيمه کې په يو تکتيکي بريد کې وژلی دی.
#الفتح:
مهم: نن مازدیګر د کابل ښار کوټه سنګي سیمه کې د میدان وردګو ولایت جغتو ولسوالۍ ولسوال (رازمحمد) د مجاهدینو په چریکي برید کې ووژل شو او د خپلو شومو اعمالوپه سزا ورسید. pic.twitter.com/hVt0qwLAs7— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) October 12, 2019
مجاهد ویلي دي چې نوموړی يې د خپل چريکي ګروپ پر مټ په کاميابو عملياتو کې وژلی دی.
تر اوسه د کابل امنيتي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د افغانستان په ښاري او حساسو سيمو کې هم لوړ پوړي دولتي چارواکي د طالبانو له لوري په نښه کيږي.
بايد وويل شي چې تير کال د پکتيکا د ځانګړ ځواکونو قومندان عزیز الله کاروان هم د کابل ښار په يوې نسبتاً امن سيمه کې د طالبانو په يو تکتيکي بريد کې وژل شوی و.
الله د وبښی وردک وه. بیا څومره مظلوم او بیچاره ښکاری.
د دجالی اشغالګرو دالر تر لاسه کول قیمار دی کله به ګټونکی خو کله کیدی شی بایلونکی هم شی، ګټه کی به دی ژوند کیږی او په بایلنه کی به ژوند له لاسه ورکوی، دا نه د دغو ډول قیماربازانو د بخت پوری هم اړه لړی چه تر اخره به ګټونکی وی ډالر به ګټی او که یوه ورځ به د بایلنی سره مخ کیږی یعنی د ډالر په سر به ژوند او حتی د کورنی ژوند هم له لاسه ورکوی. ښه به دا وی چه د ځنیو تیرو هغه کمونستانو قیماربازانو له قیصو می ځانونه خبر کړی وی چه… نور لوستل »
افغانستان د پنجاب قیمارخانه ندی د بینظری ## ملت درباندی خبر دی چی د غلام غلام یاست، دوی خو ښه دی مستقیم د بادار غلامی کوی مګر تاسو د بیچاره زامن د غلام غلام یاست! د پنجاب په خوله مو د خپلو او د حکومت د ځوانانو خونی ړنګی کړی خدای لوی دی او حساب به یی ورکړی! جهاد مو لیدلی مګر نه داسی چی له جهاد څخه د خلکو کرکه او نفرت راشی، تاسو د اسلام، مسلمان او جهاد د بد نامولو لپاره یوه داسی پروژه یاست چی د جنرال باجوا او پنجاب اداری د غرب په مالی مرسته… نور لوستل »