افغانستان

بلخ کې یوه پولیس خپل څلور ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۱ تله، ۱۳۹۸ل): د بلخ ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې یوه پولیس خپل څلور ملګري وژلي او له ګڼو وسلو سره یو ځای طالبانو ته ورغلی.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي «تېره شپه یوتن نفوذي مجاهد د بلخ ولایت، دولت اباد ولسوالۍ په دفاعي پوسته  کې د خپلي پوستې په پولیسو ټوپک را اړولی، ۴ مزدور پولیس یې وژلي او په دې سره یې پوسته د دښمن له وجود څخه پاکه کړې.»

خبرپاڼه وړاندې لیکي «نفوذي مجاهد تر مجاهدینو ځان روغ رمټ رسولی او ۵ میله کلاشنکوفونه، ۱ ثقیل، ۱ مخابره او لوی شمېر مهمات یې له ځان سره راوړي او مجاهدینو ته سپارلي دي.»

یاده دې وي، چې د بهرنیو او داخلي سرتېرو له منځه ځیني یې له طالبانو سره په اړیکه کې وي او وخت ناوخت په خپلو بهرنیو او داخلي همسنګرو بریدونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x