
غزني: طالبانو يو امريکايي او شپږ کمانډويان وژلي
نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۱ تله، ۱۳۹۸ل): طالبانو د غزني ولايت په ده يک ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په کاروان بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې يو امريکايي او شپږ کمانډويان وژل شوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د صفر يک قطعې د عسکرو په موټريز کاروان يې هغه مهال بريد او چاودنه وکړه چې د ده يک ولسوالۍ تاسنک سيمې ته د چاپې په نيت ورغلي وو.
#الفتح:
مهم: تیره شپه د غزني ولایت ده یک ولسوالۍ بالای سیمه کې د امریکایي اشغالګرو او صفر یو قطعې په هغو عسکرو چاودنه او برید وشو، چې د یادې ولسوالۍ تاسنګ سیمې ته د چاپې له پاره راغلي وو.
یو امریکایي او ۶ د یادې قطعې عسکر ووژل شول، یو شمیر ژوبل شول.
یو هایلکس موټر هم ویجاړ شو.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) October 13, 2019
نوموړی زياتوي چې په دې بريد او چاودنه کې يو شمير عسکر ټپيان شوي هم دي او يو هايلکس موټر يې له منځه تللی.
که څه هم په دې وروستيو کې د افغانستان په بيلابيلو ولایتونو کې د ګډو ځواکونو شپنيز عمليات او چاپې زياتې شوي دي خو وخت ناوخت دا عسکر د طالبانو له بريدونو سره مخ کيږي چې مرګ ژوبله ور اړوي.
تر اوسه د غزني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلی.