افغانستان

ارګ: په افغانستان کې لا هم د بهرنیو ځواکونو شتون ته اړتیا لیدل کېږي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۱ تله، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو ژمنتیا تازه کړه؛ ارګ یې په غبرګون کې ویلي، بهرني ځواکونه دې افغانستان نه پرېږدي.

اریانا نیوز د ګډ حکومت د مشر د ویاند «صدیق صدیقي» له قوله لیکي « په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون موخه دا وه، څو دلته د ترورستانو سرچینې وچې او له منځه ولاړې شي، اوس هم اړتیا لیدل کېږي چې د تروریزم په وړاندې همدا روانه مبارزه دوامداره وساتل شي او داسې شرایط رامنځته شي، چې په مټ یې امریکا او افغانستان ته پېښېدونکی ګواښ له منځه ولاړ شي.».

د بهرنیو ځواکونو وتل، چې د طالبانو د سولې د مذاکراتو له لومړنیو شرطونو شمېرل کېږي، ارګ یې داسې مهال  په پاتې کېدلو ټینګار کوي، چې دوې ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر په یوه ټاکنیزه ناسته کې وویل « موږ افغانستان ته د مؤقت وخت لپاره تللي وو؛ خو اوس مو هلته په شتون ۱۹ کاله اوړي، نور هغه وخت رارسېدلی چې خپل سرتېري کور ته راستانه کړو» .

په ورته وخت کې امریکايي جنرال او د نظامي چارو شنونکي هم په بیا، بیا له افغانستان څخه د عسکرو په را ایستلو ټینګار کوي او د افغانستان جګړه د یوې «بې پایانه» او بې ګټې جګړې په نامه یادوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوالوفاء

اوس خو خبره بل ډول سوې ده. امريکايان په سعودي کي د خپلو ځواکونو پر شتون په مليارډونو ډالر غواړي او تاسي خو هيڅ نه لرئ، بلکي ډالر هم له امريکايانو څخه شکوئ او پر خپلو خلکو مو هم ډول ډول ماليې او محصولونه اچولي دي. نو تاسي خو غيرت او شرم بېله هغه هم نه لرئ بس ټرامپ ته ننواتي ورسئ، پښې او لاسونه يې ور مخچ کړئ، ګوندي څه غم مو وخوري.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x