افغانستان

هلمند کې عامو خلګو پوهنې وزارت  ته د ښوونځیو د جوړولو لپاره ۷۷۵ جریبه ځمکه ورکړې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۱ تله، ۱۳۹۸ل): د هلمند ولایت د معارف ریاست وايي، ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ولس ۷۷۵ جریبه ځمکه د ښوونځیو جوړولو لپاره پوهنې وزارت ته ورکړې.

سلام وطندار د هلمند د پوهنې ریاست د رییس « داوود شاه صفاري» له قوله لیکي، چې دغه ځمکې د مرکز لښکرګاه په ګډون ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې پوهنې وزارت ته منل شوې، چې له ډلې یې د ځینو د تسلیمیدو کار بشپړ شوی او ځیني په جریان کې دي.

صفاري زیاتوي « پوهنې وزارت هم د تسلیم شویو ځمکو له ډلې په ځینو د ښوونځیو جوړولو چارې پيل کړې».

نوموړی د هلمندیانو ددې نېک اقدام ستاینه کوي او په خبره یې، له دې ګام سره به د ښوونځیو جوړولو لپاره د ځمکې د نشتون ستونزه حل شي.

هلمند چې د افغانستان له نا امنو ولایتونو شمېرل کېږي، د رسمي شمېرو په اساس دا مهال په دې ولایت کې څه باندې ۷۷ ښوونځي د جګړو له امله تړلي پاتې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x