افغانستان

مزار شریف کې یو دیني عالم وژل شوی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۱ تله، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د علماوو د هدفي وژنو په دوام دا ځل بيا په بلخ ولايت کې يو تن ديني عالم د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.

راپورونه وايي چې د بلخ ولايت مشهور ديني عالم حيات الدين صاحبي تير ماښام د مزار شريف په ښار کې د نامعلومو وسله والو له لوري ووژل شول او وسله وال له سيمې څخه وتښتېدل.

د بلخ امنیه قومندانۍ وياند عادل شاه عادل رسنیو ته ويلی دي چې ياد ديني عالم تير ماښام ناوخته د مزار شريف ښار د غازيانو کلا په سيمه کې د دوو وسله والو له لوري وژل شوی دی او وسله وال له سيمې څخه په تېښته بريالي شوي دي خو په وينا يې چې د موندلو هڅې يې روانې دي.

مولوي حيات الدين صاحبي چې له ډېر وخت راهيسې د مزار شريف ښار د يو جامع جومات امام و، په دغه ولايت کې د يو فعال دعوتګر او صوفي عالم په توګه پيژندل کيده، چې په دې برخه کې يې ګن مجلسونه او پروګرامونه هم وخت ناوخت جوړول.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې په علماوو بريدونه زيات شوي دي چې دا ډول ډېرې پيښې په ننګرهار ولايت کې رامنځته کیږي، خو دولت يې تر اوسه په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

هر دوس او دله ته عالم ویل په خپله کفر دی. یو وار یتوب ته ورشی د دی عالم خبری واوری بیا به خپله قضاوت وکړی چی دا کافر مشرک وه که عالم. د ملا لنډی ورور ته تاسی څنګه عالم وایی؟
په یتوب کی د مولوی حیات الدین صاحبی نوم سرچ کړی او ویی ګوری.

خالد احمدزی

اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته ورونو او خویند تیره ورز می شفع یار ملعون و مرتد یوه ویدیو په فیسبوک کی ولیدله چی همدی شهید شوی مولوی یوه ویدیو یی نشر کرله چی ویل وه تاسو یی هم کتلای شی “شفع عیار هر وخت بی حرمتی الله, قران و محمد ص) را میکند کافر و مرتد است هر کسیکه این شیطان را مردار کرد مجاهد و غازی است” چی مقابل کی شفع عیار مرتد وویل “تو بنام مولوی حمق نمی دانی که تو مرا کشته نمی تونید ولی اگر پنج هزار دالر را روان کنم در مزار شریف جاب… نور لوستل »

غ.حضرت

د دینی او دنیاوی علماوو وژل د انسانیت په وړاندی د بغاوت معنی لری.
خدای دی جنتونه ورته ورکی هر مظلوم عالم مقتول ته.
په فیسبوک کی می ددې نورانی عالم یوه ویډیو ولیده چی یوه دوې ورځی د مرګ مخکی ئې روحاً دا احساس درلود چی ژر به لدې دنیا سفر وکړی.

مجاهد

کمپوتر او انترنت نور قومونه او هیوادونه اسمانو ته پورته مګر مونږ یی د له ۷ زمکو لاندی کړو. دا ځکه چه مونږ په اخری نیمه یا یوه پیړی کی جاهل ، غریب او ناپوهه لوی شوی یو . ښه مثال یی د همدغه عالم په اړه بی له دی چه پوره معلومات ولرو ګډی وډی لیکو، په داسی حال کی چه هغه عالم اوس نشته شهید شوی. که یی ښه کړی یا بد کړی د وژلو حق ورباندی چا نه درلود دی شهید شوی هو د شهادت منل او نه منل یی د الله ج سره دی او بس… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx