نړۍ

په عراق کي ۵ امریکايان او ګڼ شمیر دولتي او ملکي کسان وژل شوی

kelled_in_iraqنن ټکی آسیا: امریکايي فوځ په عراق کې نن اعلان وکړ چي په پنځه سرتیري يې وژل شوی.

امریکايي فوځ نور معلومات نه دي ورکړي، چي دغه عسکر څرنګه ووژل شول.

خو د عراق څخه یو امنیتي چارواکي رسینو ته ویلي چي په بغداد کي ددغو عسکرو پر مرکز باندي توغندی ویشتل شوي وې چي له کبله يې امریکایانو ته دغه مرګ ژوبله ورسیده.

ویل کیږي چي په عراق کي ددغو نوو عسکرو د مرګ د اعلان وروسته امریکا په عراق کي خپل د 4459 فوځیانو مرګ منلی دی، له کومه وخته چي پر عراق باندي په 2003 کي یرغل کړی.

تمه کیږي چي د روان کال په پای کي به پاته امریکايي فوځونه د عراق څخه ووزي.

په یوه بل خبر کي ویل شوي چي د عراق په تکریت ښار کي چاودني د یو غټ ضابط په ګډون 13 کسه چی اکثریت یي عراقي فوځیان وه، وژلي.

دا برید په داسي وخت کي را منځته کیږي کله چي صرف 3 ورځي در مخه په یوه بله چاودنه کي 24 کسه ووژل شوه، او 75 ټپیان شوه.

په یوه بل خبر کي ویل شوي چي د عراق په ښار بغداد کي اوس وسله وال د درازکوف او بی اوازه اسلحو څخه کار اخلي، چي یوازي نن يې د الاعظمیه په ښارګوټي کي د عراقي صحواتو یا اربکیو 4 کسه وژلي، او 4 يې نور ټپيان کړي.

له همدی ښار ګوټي څخه په یوه بل خبر کي ویل شوي چي یوی چاودني چي پولیس يي په نښه کړه، 6 کسه يي ټپيان کړه، چي له هغو څخه 3 پولیس ښودل شوي دي، او پاته عام وګړي.

د بغداد څخه په یوه بل خبر کي ویل شوي چي د یو موټر بم چاودني له کبله يو كس مړ او لس نور ټپیان شوي دی.

په یوه بله پيښه کي د عراق وزارت داخله خبر ورکړی چي لږ تر لږه ۳ کاتیوشا توغندی د عراقي او امریکايي فوځ په ګډ مرکز کي لګیدلي، خو د مرګ ژوبلي په اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي.

د رمادي په ښار کي د پولیسو د یو مشر پر کور باندي نن سهار چاودنه شوې چي له کبله يې خپله دغه مشر ټپي او د کورنۍ ۴ کسه يې وژل شوی.

او همداسي پرون د الانبار په سیمه کي د یوې چاودني له کبله د امریکایانو یو ټانک له منځه تللی، کله چي د سړک د غاړي بم پرون د فلوجي په شمال کي پر لویه لاره وچاودید.

د وروستي برید پړه د عراقي وسله والو یو ګروپ چي جیش المجاهدین نومیږي په یوه ویډیو فیلم کي په غاړه اخیستی.  

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x