د سید عبیدالله نادر دوه شعرونه

سيد عبيدالله نادر

څوک وي د زړه په ستر ګو ړوند ، په غوږو کوڼ
چا وي پرانستي ، خپلي ستر ګي د لټون

څوک وي ډوب شوی ، د اسراو سمندر کې
څوک وي حساب په شمیر د مړو، کې په ژوندون

څوک په رمز او اشارت باندې، رسیږي
څوک هوښیار نشي ، په سل رنګه بدلون

څوک مکتب ، د روزکار څخه استـاد شي
څوک سړی نه کړې ، تعليم ، د افلا طون

په زرګونو افسانو به، بیدار نشي
په هـغو چي ، جوهر نه وي د سمون

په سرنای د اسرافیل به، هم ویښ نه شي
چي نشه په هغو نه وي، د پاڅون

عبارت د هرې پاڼي، یو دیوان دی
که عبرت سترګي کړې خلاصې، په ګردون

معرفت ډیوي تیارې کړلي ،روښانه
چی د جهل په تیارو شو ، سباوون

پنجرو کې، د اوهامو مونږ ایسار یو
جهالت څځه مو نشته دی ، خلاصون

لا تر اوسه مو ژوندون ، د مغارو دی
بدوی ژوند څخه ، نشته زمونږ بیلتون

د خیال نندارې

پس له عمرونو ، زما یادو کې ته یي
په ښکلي شعر ، او ترانو کې ، ته یي

څه به شکوه ، له تنهایي ، وکړمه
چي مې په خوب او په ، خیالو کې ته یي

چې زغــلوم هرې خـــوا ، فکر او خیال
ګورم د زړه ، په کنارو کې ته یي

هلته چي خیال کې ، نندارئ کومه
زما د سترګو ، نظارو کې ، ته یي

په هره خوا کې ، ستـا صورت وینمه
په منظرو د بهارو کې ، ته یي

وراني ویجاړي به ، تر څو ګورمه
چي زمــا د زړه په ویرانو کې ، ته یي

چي وي له وهم او له خیاله ، اوچت
هلته زما په آسمانو کې ، ته یي

څنګه غافل به ، ستا له یاده ، زه شم
چي مي ، په تیرو خاطرو کي ، ته یي

هر چیرته وینمه ، تصویر ستا د مخ
د تصور، ډکو جامو کې ، ته یي

چیرته تارو ته ، چي مضراب وړاندې کړم
زما د سازونو ، په نغمو کې ، ته یي

لنډه یي داچي ، په هر ځای راسره
زما په ستړو ، اوسیلو کې ته یي

(نادر) دې تل دا ستا ، په مینه ، ژوندی
چې یي د شعر ، هرې مــصرو کــــې ته یي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د