
شعـــــرونه
غزل/ سميع الدين افغاني
سميع الدين افغاني
هـڅه ده ټینګ عزم ارادې لري
ګوره د افغان زړه څه اسرې لري
څوک دی چې احساس ته قرباني ورکړي
ودانګي مورچل ته عقیدې لري
مرد وي د روزګارچې سربازي کوي
سیند دی که سیلاب لـوړې څپې لري
ژوند ترخو خوږو چې وي پوخ کړی څوک
اور دی د احساس بلې لمبې لري
پـوهـه ده ښکلا ېې ده پـه زړونو کې
خلکو سره ښـې مرودې لري
عمر چې شي تیر په ولسـونو کې
ګوره چې روزګـارڅه ورځې شپې لري؟
خپلـه عقیده قوي تصمیم سره
ژوند کې شجاعت راز او مـزې لري
ما یې افغاني احساس ، احساس کړلـو
مینـه د وطـن یـې خــاطــرې لــــري
———————————-
شاعر :سمیع الدین افغاني
۱۲ – ۱۰ – ۲۰۱۹
م ۰ کال