«څلوېښت کاله په توپان کې»؛ یو متفاوت روایت

ذاکر جلالي

«څلوېښت کاله په توپان کې» د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس او د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزیر ښاغلي عبدالکریم خُرم اثر دی، چې تازه د کتاب لوستونکي کهول لاسونو ته رسېدلی. له نېکه مرغه له څه مودې راهیسې په افغان سیاستوالو کې د یادښت لیکلو فرهنګ په دود کېدو دی. له دې وړاندې د ډاکټر سپنتا کتاب راغی او له روان توپانه یې خپل روایت او مشاهده له خلکو سره شریکه کړه. د حامد کرزي په ټیم کې سپنتا او خُرم دوې هغه څېرې وې، چې نظریات یې په بشپړ ډول یو د بل بر عکس وو. په دې اساس د سپنتا د کتاب په شتون کې د ښاغلي خُرم د کتاب اړتیا ډېره محسوسه وه، چې له نیکه مرغه دا تشه ډکه شوه. یوه څېړونکي ته هم دا ډېره په زړه پورې وي چې د یوې مسئلې په تړاو د دوو شاهدانو دوه روایته ولولي. دا چاره د حقایقو په راسپړلو کې ډېره ګټوره ثابتېږي.

«څلوېښت کاله په توپان» کې نږدې اوو سوو مخونو کې لیکل شوی. په دې پنډ کتاب کې د لیکوال له کوره نیولې، تر مبارزې، جهاد، زده کړو او سیاسي فعالیتونو او د سترګو لیدلو حالتونو پورې پر مهمو مسایلو بحث شوی دی. هغه څه چې کتاب ډېر په زړه پورې کوي، له یوې خوا د لیکوال فرهنګي طبعیت دی چې په کتاب کې هم لولو چې له ځوانۍ یو فرهنګي دی، کتاب لولي او مقاله لیکي او د دې ذوق تر څنګ یې لوړې زده کړې هم د فرانسې په معتبر پوهنتون کې په نړیوالو مطالعاتو کې کړې دي. له بلې خوا لیکوال د نورو سیاستوالو پر خلاف، د هر هغه څه یې چې لیدلي، د ویلو او لیکلو جرئت لري. نو په دې اساس لیکوال هم د یوه فرهنګي او څېړونکي او ځیرونکي انسان په توګه له حقایقو ښه درک لري او هم د خپل تحلیل او ارزونې د لیکلو او خپرولو جرئت. دې چارې د کتاب ارزښت لا زیات کړی.

په دې مقاله کې د کتاب پر هغو موضوعاتو بحث کېږي، چې د مقالې لیکوال ته مهم برېښي.

د کلي او ښار ټکر

«څلوېښت کاله په توپان کې» په ډېر په زړه پورې ډول د یوه ښاري او نسبتاً هوسا ژوند لرونکي ځوان په کیسه پیلېږي. د لیکوال په خبره، دی خپله په یوه داسې کورنۍ کې ستر شو چې هم یې د اطرافو او کلیو له خلکو سره اړیکې وې او هم له ښاري په اصطلاح غربګرا او اشرافي هغو سره. د لیکوال کورنۍ او په تېره په خپله لیکوال د افغانستان د ښار او کلي د ټکر تر ټولو عملي مثال دی. د افغانستان د څلوېښت کلن ناورین یو تفسیر همدا د کلي او ښار توپیر دی. په پلازمېنه کابل کې مېشتو د نوې نړۍ له افکارو سره اشنا شوو ځوانانو ته د کلي‌والو ژوند او کلتور د وروسته پاتې‌والي نښه بلل کېده. کلي‌والو ته ښاریان د بې‌دینۍ او پردي فرهنګ مثالونه وو. زموږ روان ناورین هم له همدې تفاوته پیلېږي. زموږ ښاري او کلي‌وال کلتورونه د جګړو په مختلفو پړاوونو کې ډېر نومونه ځان ته خپل کړي دي. د ښاغلي خُرم کتاب کې د همدې ټکر لوی بحث په ډېر ظرافت سره مطرح شوی او لوستونکی تر پایه د دې مسئلې اغېز احساسوي. دا چې یو ښاري او تعلیم یافته ځوان چې هوسا ژوند لري، دا پوښتنه راپورته کېږي چې ولې د ښاري مسلطو ارزښتونو پر ضد دریځ نیسي او د کلي وال مقاومت برخه کېږي. ځوان په دې مبارزه کې دومره مخکې ولاړ شي، چې له څو ځلې زندانونو ګاللو وروسته، له ښاره کلي ته ولاړشي او وروسته وطن پرېږدي او د یوه لوی مقاومت برخه کېږي. په دې اساس د کتاب دغه ډول ظریف پیل د افغانستان د روان کړکېچ لوی انځور لوستونکي ته په ډېر ښه ډول بیانوي. مګر دا د کتاب مرکزي بحث نه دی. هغه څه چې د ښاغلي خُرم کتاب له نورو لیکنو او یادښتونو بېلوي، له روان کړکېچه د ده متفاوت روایت دی چې د وخت په تېرېدو سره زموږ په ملي او سیمه ییز او نړیوال سیاست کې یې نښې ورځ تر بلې ښکاره کېږي.

د سپټمبر یوولسمه او د ترهګرۍ پر ضد جګړه

د کتاب په ۱۴۴م مخ کې لیکوال د سپټمبر له پېښو وړاندې د افغانستان په تړاو د امریکا د پایپ‌لاینونو د سیاست په تړاو بحث کوي. هغه وخت د څېړونکو باور دا و چې امریکا د منځنۍ اسیا زېرمو ته سترګې پټې کړې دي او لېوالتیا لري چې د افغانستان له لارې دغو سرچینو ته لاسرسی پیدا کړي. دا چې څنګه امریکايي یونیکال او ارجڼتایني بریډاس کمپنیو په خپلو کې د دغو زېرمو په اړه سیالي کوله، هر اړخیز بحث شوی. د دغو هڅو په لړ کې ملګرو ملتونو د ۲۰۰۱ ز کال د جولای له ۱۷مې تر ۲۰مې په برلین کې ناسته رابللې وه. په ۱۴۷م مخ کې لولو: «امریکایانو په دې ناسته کې ژمنه وکړه چې د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو په صورت کې به له افغانستان سره پراخې نړیوالې مرستې وشي او د پایپ‌لاینونو د رغولو کار به هم پیل کړي. په دې ناسته کې نیاز نایک چې د پاکستان استازیتوب یې کاوه، د امریکايي سفیر ټام سیمون له خولې وویل چې له دې پرته امریکا چمتو وه چې له ځواکه هم کار واخلي». د لیکوال له نظره، دا په دې مانا ده چې واشنګټن د سپټمبر یوولسمې له پېښو وړاندې، لا دا شونې بلله چې په افغانستان کې پوځي مداخله وکړي او د طالبانو پر ضد پوځي ځواک وکاروي. دا مهم بحث دی چې که د سپټمبر یوولسمې پېښې نه وای شوې، متحده ایالاتو به پر افغانستان برید نه کاوه؟ یا که د اسامه بن لادن قضیه نه وی، امریکا به برید نه وای کړی؟ پخوانی طالب چارواکی عبدالحی مطمئن په خپل کتاب «ملا محمد عمر؛ طالبان او افغانستان» کې لیکي چې په ۱۹۹۹ ز کال کې د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې اسامه له افغانستانه وتلی دی. کله چې دا خبر د حقیقت تر بریده خپور شو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جیمز رابن وویل: «که اسامه له افغانستانه ولاړ هم شي، د طالبانو په اړه به زموږ په تګلاره کې بدلونه رانه شي». د مطمئن په خبره، له دې وروسته د طالبانو زړه ته دا ولوېده چې د امریکا برید حتمي دی او د اسامه او القاعدې له مسئلې سره حتمي تړاو نه لري. (۲۱۹)

په هر صورت، د سپټمبر یوولسمې پېښو امریکا ته فرصت برابر کړ چې پر جګړه‌ ځپلي افغانستان یرغل وکړي او په دغه مهمه ستراتيژيکه سیمه کې تر اوږدو کلونو پوځي حضور ولري. امریکا په ښکاره د سپټمبر د پېښو په غبرګون کې د ترهګرۍ د ځپلو په پلمه پر افغانستان یرغل وکړ. د سپټمبر له پېښو وروسته حالت داسې د امریکا له ستراتيژيکو موخو سره مرسته وکړه، چې ان د امریکا سرسختو حریفانو هم پر افغانستان د امریکا له یرغل سره مخالفت ونه کړ. په افغانستان کې لس کلنې کورنۍ جګړې، د طالبانو د واکمنۍ ځینو سیاستونو او په ټوله کې د سولې تت انځور ځینې افغانان د امریکا په شتون کې راتلونکي ته هیله‌من کړل. ښاغلی خُرم یو له هغو افغانانو و چې د بُن په ناسته کې یې ګډون وکړ او راتلونکي ته هیله‌من و. پر دوی سربېره، ان د امریکا سیالو ځواکونو هم د امریکا دغه پوځي مداخله په خپله ګټه بلله.

د سپټمبر له پېښو وروسته، د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ پر ضد د جګړې په تړاو دوه بحثه مطرح دي. یو دا چې امریکا د یو ترهګریز برید هدف شوه او پرېکړه یې وکړه چې د ترهګرو ډلو پر ضد جګړه پیل کړي. دویم بحث دا دی چې متحده ایالاتو د ترهګرۍ د ګواښ له شتونه د خپلو ستراتیژيکو اهدافو لپاره ګټه پورته کړه او ترهګري يې د یوې وسیلې په توګه وکاروله او په تېرو اتلسو کلونو کې يې د خپلو سترو اهدافو لپاره په افغانستان کې د جګړې زمینه برابره کړه. «څلوېښت کاله په توپان کې» دویم روایت لولو. لیکوال د کتاب په اوږدو کې د خپل روایت د حمایت لپاره کافي دلایل او د سترګو لیدلې صحنې او بحثونه له لوستونکو سره شریکوي.

کمزوری افغانستان او د امریکا سیمه‌ییز سیاستونه

په افغانستان کې د یوه کمزوري، په فساد کې ښکېل او وېشلي حکومت رامنځ ته کول د امریکایانو د سیاستونو برخه وه. حامد کرزی هم همدغه باور ته رسېدلی و چې امریکایان په لوی لاس د افغانستان لپاره یو کمزوری او لړزانده حکومت غواړي. همدا د کرزي او امریکایانو د اړیکو د خړپړتیا عمده لامل شو. په ۲۸۰یم مخ کې لولو چې متحده ایالاتو د ۲۰۰۹ ز کال په ټاکنو کې هڅه کوله چې پخوانی ولسمشر کرزی دې ته اړباسي، څو د «اجراییه رياست» په نوم نوی پوسټ په حکومت کې جوړ کړي. د لیکوال په باور، «د افغانستان د ادارې کمزورې کول، د خاصو اهدافو لپاره کېدل. دا طرحه وروسته په ۲۰۱۴ ز کال کې عملي شوه چې موږ یې بدې پایلې ولیدې». د لیکوال اشاره د ۲۰۱۴ ز کال په ټاکنو کې د امریکا د مداخلې په پایله کې د اجراییه ریاست څوکۍ رامنځ ته کولو ته ده، چې ټوله پنځه کلنه دوره د ولسمشر او اجراییه ريیس ترمنځ په ناندريو کې تېره شوه.

د دې بحث په دوام کې لیکوال په ۲۸۰ او ۲۸۱یمو مخونو کې لیکي: «امریکایان افغانستان ته له راتګ او له څه مودې وروسته، د افغانستان د سیاسي ثبات، قوي ادارې او ډیموکراسۍ پر ویجاړوونکو واوښتل». د لیکوال له نظره، د امریکایانو سیمه‌ییزو سیاستونو ایجابوله چې افغانستان باید داسې یو ځواکمن او پر خپل کورني وضعیت حاکم دولت نه وي. ښاغلی خُرم وايي چې د ده او ولسمشر تحلیل همدا و. که څه هم د کتاب په اوږدو کې په واضحو ټکو په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې د افغانستان او متحده ایالاتو ګټې په کومو مشخصو برخو کې په ټکر کې وې، چې امریکایانو هڅه کوله څو افغانستان یو کمزوری حکومت ولري؛ مګر کله چې د کتاب مختلف بحثونه سره وتړو، دا نتیجه ترې اخیستل کېدای شي چې امریکایانو د افغانستان د ناامنه کولو له لارې غوښتل ټوله سیمه، چې د امریکا سیال قدرتونه په کې موقعیت لري، ناامنه او د کړکېچونو ښکار کړي. امریکا ته په وروستي سفر کې په یوې ماښامنۍ کې ولسمشر کرزی له امریکایي مشهور ستراتیژيست زبګنیف برژنسکي سره د هغه د «کړکېچ کړۍ» نظريې په اړه بحث کوي. د «کړکېچ کړۍ» د نظریې پر بنسټ امریکا د خپل حریف شوروي اتحاد شاوخوا افراطي کړۍ ځواکمنې کړې. برژنسکي د خپلې نظریې په دفاع کې وايي: «د ترهګرۍ او مذهبي افراطیت وده د هغه خطر په پرتله ډېر لږ ده، چې شوروي اتحاد هغه مهال رامنځ ته کړی و». (۴۵۶مخ)

پخوانی ولسمشر د همدې تحلیل پر بنسټ له امریکایانو سره په ډېرو برخو کې، په تېره د امنیتي تړون په بحث کې د نظر اختلاف پیدا کوي او د ښاغلي خُرم په خبره، «حامد کرزی په تدریج امریکا ته له یوه لېواله شخص څخه لومړی په منتقد او وروسته حتی په مخالف بدل شو». (۳۰۳مخ)

له امریکایانو سره د ښاغلي کرزي د اختلاف بله مسئله شپني عملیات او د افغانانو زنداني کول وو. د ۲۰۱۲ ز کال د فبرورۍ په ۱۹مه دوه مشهور امریکایي سناتوران جان مکین او لنډزي ګراهام کابل کې له کرزي سره ګوري. دغه دوه توندلاري او د جګړې پلوي امریکايي سناتوران وو چې د افغانستان په مسئلو کې يې ډېره مداخله کوله. ګراهام حامد کرزي ته وویل: «د شپنیو عملیاتو له زیاتېدو سره موږ هره میاشت له سلو زیات کسان زنداني کوو او د دوی د ساتنې لپاره سلګونه میلیونه ډالر مصرفوو». (۳۳۰مخ)

حامد کرزی د هغه په ځواب کې وايي چې که امریکا رښتیا هم د ترهګرۍ ځپل غواړي، د هغوی پر اصلي مرکزونو باندې دې تمرکز وکړي او زیاتوي چې: «دغه ډول کړنې افغانانو ته دا احساس ورکوي چې ګواکې خپلواکي يې اخیستل شوې ده….افغانان غواړي د امریکا دوستان واوسي؛ خو خپلواک، نه غلامان». له امریکایی لوري سره د شپنیو عملیاتو او افغانانو د زنداني کولو په تړاو بحثونو کې دا صحنه ډېره حیرانوونکې ده، چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د ولسمشر مخالفت کوي او په زغرده ورته وايي چې د شپنیو عملیاتو پلوی دی. پر همدې موضوع ولسمشر له امریکايي قومندان جنرال جان الن سره یو تریخ بحث کوي. جنرال عصباني کېږي او ولسمشر کرزی ورته وايي: «افغانستان باید له اشغاله خلاص شي». (۳۴۰مخ)

له ملي حاکمیت سره لوبې

له امریکایانو سره د افغان حکومت په اړیکو کې یو له ډېرو قرباني شوو ارزښتونو څخه د افغانستان د ملي حاکمیت اصل و. که څه هم په دغو بحثونو کې لیدل کېږي چې ولسمشر کرزي خپله وروستۍ هڅه کوله چې د افغانستان ملي حاکمیت ښه وساتل شي؛ خو امریکايي لوري ته زموږ حاکمیت کوم ارزښت نه درلود. په ۲۰۱۲ ز کال کې چې د افغان حکومت له پر له پسې هڅو وروسته، بارک اوباما کابل ته د ستراتیژيکو همکاریو د موافقتنامې د لاسلیک لپاره ارګ ته راځي، امریکايان غواړي له افغان ولسمشر پرته ټول چارواکي، د ولسمشر د مرستیالانو په ګډون، تالاشي کړي. د ولسمشرۍ مرستیالان مجبوره کېږي او له ارګه وځي.

د کتاب په ۲۲۶م مخ کې لولو چې په کابل کې د امریکا د وخت سفیر ویلیام ووډ د اطلاعاتو او فرهنګ پر وزیر له دې امله نیوکې کوي، چې ولې يې په ملي ټلویزیون او نورو دولتي ورځپاڼو کې د ولسمشر هغه خبرې خپرې کړې دي، چې د امریکایانو هغه بمبارد یې غندلی چې ملکیان په کې وژل شوي دي. سفیر په دې کار سره وزیر له دښمن سره پر مرستې تورنوي!

پر دې سربېره، کتاب له داسې پېښو ډک دی چې امریکايي ملکي او پوځي چارواکي د افغانستان له ملي حاکمیت سره په څومره بې‌باکۍ چلن کوي.

سیمه له خوشباورۍ تر بدګومانۍ

د سپټمبر یوولسمې له پېښو وروسته، د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د امریکا پر نیت ان د امریکا تاریخي حریفانو لکه روسيې هم شک نه کاوه. د ۲۰۱۲ ز کال په جون کې چې ولسمشر کرزي په چین کې د شانګهای د همکاریو سازمان په ناسته کې د روسيې له ولسمشر پوتین سره ملاقات درلود، د امریکا د ترهګرۍ ضد ستراتیژي يې ناکامه او د سیمې لپاره ناامنه کوونکې وبلله. پوتین د حامد کرزي په ځواب کې ویلي وو چې متحده ایالات د ترهګرۍ ضد جګړه کې د بریا په لټه کې ده، دا به لېونتوب وي چې د پټنځایونو پر ضد یې اقدام نه کوي. پوتین زیاته کړې وه چې هېواد یې د افغانستان په تړاو له متحده ایالاتو سره له هره اړخه همغږي لري. ایرانیان له هماغه وخته شکمن وو. د ایران د بهرنیو چارو وزیر کابل کې کرزي ته ویلي وو، کله چې موږ خبر شوو چې امریکا په افغانستان کې له پنځو تر شپږو سترې اډې جوړوي، دا نو د طالبانو لپاره نه دي! (۴۰۶مخ)

نه یوازې روسیه په دې باور وه، بلکې د سیمې نورو هېوادونو هم د امریکا د ترهګرۍ ضد ستراتیژۍ په تړاو بدګوماني نه درلوده. مګر کله چې په ۲۰۱۵ ز کال کې په افغانستان کې د داعش د راپورته کېدو بحث د رسنیو سرټکی شو، ورو ورو د امریکا پر اهدافو او تګلارې بدګوماۍ زیاتې شوې. د ۲۰۱۶ ز کال په ډسمبر کې روسانو د مسکو فارمېټ ناستو لړۍ پیل کړه چې په پای کې يې د همدغو ناستو په لړ کې طالبانو ته نړیوال سټېج په لاس کې ورکړ او د ۲۰۱۹ ز کال په فبروري کې د لومړنۍ بین الافغاني ناستې کوربه توب یې هم وکړ.

افغان سوله او د بې‌باوریو اوج

لکه څنګه چې په افغان جګړه کې د امریکا پوځي رول مرکزي او محوري و، دغسې په سوله او سیاست کې هم د امریکا رول ډېر بارز و. دا په داسې حال کې و چې په وروستیو کلونو کې د حامد کرزي اړیکې له امریکایانو سره د بې باوریو په اوج کې وې. له بلې خوا له امریکایانو سره په تعامل کې کرزی په کور دننه هم یوازې و. د استاد رباني له ترور وروسته چې د حکومت لوړپوړي چارواکي له کرزي غواړي څو د سولې هڅو کې بدلون راولي، کرزی ټولو ته جوتوي چې څنګه د امریکایانو په تړاو یوازې و. د جلسو له ګزارشونو ښکاري چې د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره دا اندېښنه وه چې له امریکایانو سره یې اړیکې خرابې نه شي. ډاکټر اشرف غني او ډاکټر سپنتا هغه دوه کسان وو چې له ملکي تلفاتو نیولې تر نورو ټولو مسئلو یې هڅه کوله، چې حامد کرزي ته یو ډول قناعت ورکړي څو له امریکایانو سره په هره مسئله کې جدي چلن ونه کړي.

په ۴۳۴م مخ کې لولو چې د سولې په تړاو د امریکایانو چلن متناقض و. د لیکوال په باور، کله چې په افغان حکومت کې سولې ته لېوالتیا زیاتېده، د ناامنیو لړۍ ورسره زیاتېده او په اصطلاح د طالب ضد رسنیو او څېرو د اعتراض غږونه پورته کېدل. دا ډېر مهم بحث دی. هغو څېرو چې پخوا یې له طالبانو سره ان خبرې اترې هم جرم بللې، د ۲۰۱۸ ز کال په سپټمبر کې چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له طالبانو سره د مذاکراتو کومه لړۍ پیل شوه، نه د دغو څېرو مخالفت ولیدل شو او نه هم د رسنیو. ډېره واضحه ښکاري امریکایان چې څه غواړي، په څومره اسانۍ ورته زمینه سازي او ذهنیت سازي کولای شي.

له یوې خوا د امریکایانو پر کړنو شکونه او له بلې خوا د سولې بحث…دې چارې ولسمشر کرزی په سخت وضعیت کې واقع کړی و. کرزی پر دې باور و چې که د قطر دفتر له پرانیستې او د طالبانو او امریکایانو له خبرو سره مخالفت کوي، د سولې په مخالفت تورنېږي او که ورسره هوکړه کوي، په باور یې «هېواد تجزیې» ته ځي. د سولې په بحث کې ډېری ځای لیدل کېږي چې د کرزي اندېښنه د افغانستان له تجزیې ده، مګر داسې واضح څه نه ښکاري چې د کومو شواهدو او دلایلو پر بنسټ د سولې بهیر یا له طالبانو سره خبرې اترې د افغانستان د تجزیې لامل کېدلې.

په ټوله کې د سولې په بحث کې حامد کرزی په دې نظر برېښي چې ګومان کوي ټوله لوبه پاکستان او امریکا له طالبانو سره پیل کړې او افغان حکومت ګوښی پاتې شوی. دا چې پاکستان څومره د سولې په بحث کې مرکزي لوبغاړی و، وروستیو پېښو او د پاکستان اندېښنو وښوده چې د پاکستان په تړاو مبالغه شوې وه. د همدې باور له امله، یو ځل ان کرزی له پاکستانیانو غواړي چې له ملا محمد عمر سره د ملاقات زمینه ورته برابره کړي. د کرزي له تکرار غوښتنو وروسته، د پاکستان لوی درستیز ژمنه کوي چې په څو اونیو کې به له ملا محمد عمر او یا یې هم له مرستیال سره د ملاقات زمینه ورته برابره کړي.

پاکستان په هېڅ صورت راضي نه و چې طالبان په قطر کې د پاکستان له اغېز لرې د سیاسي دفتر څښتن شي. د قطر دفتر له پرانیستې سره د افغان حکومت مخالفت په حقیقت کې د پاکستان په ګته تمامه شوه. وروسته ولیدل شول چې قطر دفتر هغه دریڅه شوه چې طالب پکې د پاکستان له اغېز او فشار لرې پرېکړې وکړې.

په ټوله کې، د ښاغلي خُرم کتاب د افغانستان د یوه حساس تاریخي پړاو په تړاو اول لاس معلومات تر لوستونکو رسوي. دا کتاب په راتلونکي کې له تاریخ لیکونکو سره د حقایقو په سپړلو او تحلیل کې ډېره مرسته کولای شي. په پای کې له ښاغلي خُرم په مننې، له ټولو ځوانانو هیله کوم چې دا کتاب د مطالعې په کتار کې ونیسي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه،
نغمه جانی تازه یوه سندره واییلی ده چه،
کابل ته ځمه،کابل ښه ځای دی بیا نه راځمه .
طالیبان د هم باید د سوله لپاره کابل ته لاړ شی .سوله د وکړی ،بیا د غرونو ته ته خیږی.

غوربندي
میلمه
غوربندي

د نړی په ټولو فرهنګونو کې دې د “ګوډاګي يا ګوډاګيتوب” په معنی کې د “حامد کرزي ” نوم زيات شي.

خرم له خپلې ټولې پوهې ، تجربې او حجم سره سره د فاسد کرزي چمچه مار ګوډاګی دی.

جميل
میلمه
جميل

عجيبه داده چی دا قسم خوړلی غلامان(خرم او کرزی) او ځنی نور چی ځان هوښيار او وطنپرست بولی او د امريکايانو په مکر او مرداريو هم پوره پوه دی خو بيايی هم همدی امريکی ته د تسليم سرونه ټيټ کړيوی او نور هم د هغو په مکرونو او مرداريو کی غوټی وهی .
چی هر څومره ځانونه سپين وښياست بيا هم همغه تور سکاره ياست او سپينی خبری نشی کولای ، ډالر ، غلامی او د دين او د هيواد سره غداری او دښمنی ستاسو په رګو او مغزو کی ځای نيولی .