د انفاق اړوند فضیلت

حمزه حسیني

عن ابي مسعود البدري رضي الله تعالی عنه عن النبي صلی الله علیه وسلم قال:
اِنَّ الْمُسْلِمَ اِذَا اَنْفَقَ عَلٰی اَهْلِهِ نَفَقَةٌ وَهُوَ يَحْتَسِبُهَا کَانَتْ لَهُ صَدَقَةً.
[متفق علیه]

ژباړه:
له ابو مسعود بدري رضي الله تعالی عنه څخه روایت چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: کله چې یو مسلمان پر خپل اولاد باندې نفقه کوي (مال مصرفوي) او په دې سره له الله تعالی نه دثواب امید لري؛ دا مال دده له پاره صدقه شوه.

تشریح:
په نشر شوي حدیث کې راغلي و، ”اذا انفق المسلم علی اهله“ له اهل نه مراد خپله ښځه او اقارب دي.

بل ځای راغلي و ”نفقة وهو یحتسبها“ یعني دده قصد به احتساب وي او احتساب له الله تعالی نه دثواب طلبولو ته وایي.

همدا راز یې اخر کې ویل شوي و، ”کانت له صدقة“ یعني نوموړي ته به ثواب ورکول کیږي لکه صدقه یې چې کړي وي، اطلاق دصدقې په ثواب باندې مجاز دی، په دې حدیث کې دمجازي مانا په اخیستلو او حقیقي مانا ترک کولو دلیل اجماع ده؛ ځکه هاشمیې ښځې ته هم صدقه ورکول جائز دي هغه هاشمیه ښځه چې صدقه (فرض زکوة) اخیستل ورته حرام دي؛ دلته دمعنا موضوع له او مجازي مانا تر منځ علاقه ترتب د ثواب دی او تشبیه یې په اصل ثواب کې ده نه په کمیت او په کیفیت دصدقې کې.

دا رنګه د حدیث مبارک په یوه برخه کې راغلي و: ”يحتسبها“ یعني نیت به یې دثواب وي، که چېرته یې په خپل اهل باندې مال مصرف کړ خو له نیت کولو غافل و؛ بیا دغه مال مصروف دده له پاره صدقه نه شوه.

په دې حدیث کې فضیلت دهغه انفاق ذکر شوی دی چې په خپل اهل باندې وشي او اهل هغه چا ته وایي چې الله تعالی یې په خلکو نفقه واجب کړې وي او کله کله انفاق په غیر داهل باندې هم کولی کیږي خو دا په طریقه دنفل سره وي؛ نو نفل دواجبو او فرضو مرتبې ته هیڅکله نشي رسېدلی لکه حدیث قدسي کې راغلي دي: ”ﻣﺎ ﺗﻘﺮﺏ ﺇﻟﻲ ﻋﺒﺪﻱ ﺑﺸﻲﺀ ﺃﺣﺐ ﺇﻟﻲ ﻣﻤﺎ ﺍﻓﺘﺮﺿﺘﻪ ﻋﻠﻴﻪ.“

لیکن شیطان علیه اللعنت انسان ته دنفلي عباداتو زیات ترغیب ورکوي تر دې چې واجب ترې پاته کړي مثلًا یو کس دی په هغه قرض وي؛ دی ددې پر ځای چې واجب اداء کړي (قرض ورکړي) بیا هم صدقې کوي، په ده باندې دخپل اهل او عیال انفاق واجب وي، خو دی نورو مسکینانو ته نفلي صدقه ورکوي، همدا راز نوموړی په کراتو مراتو نفلي حج او عمرې ته ځي خو هغه قرض چې په ده یې اداء واجبه ده پرېږدي؛ نو داسې کول له شرعې او حکمت دواړو څخه لرې ده.

پر مسلمان واجبه ده چې اول په مهتم بالشان عمل چې فرض یا واجب دی شروع وکړي له هغې وروسته دې بیا نفلي عبادات کوي.

والله اعلم بالصواب.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom afghan
میلمه
masoom afghan

الله مو پو ګوتو برکت کړه ډیره ښه لیکنه