افغانستان

د سنا غړی: پولیسو راسره له سپکاوي ډک چلند کړی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۱ تله، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشرانو جرګې یو تن غړی «محمد حنیف حنفي»  وایي، د قضايي مصئونیت له شتون سره، سره پولیسو نوموړی توقیف کړی او ساتونکي یې ورته ډبولي.

حنفي چې په مشرانو جرګه کې د ارزګان ولایت استازی دی، وايي « د پنجنشبې په ورځ پولیسو پنځمې امنيتي حوزې ته د اسلحې او موټرونو د کارت د کتلو په موخه بوتلم، هلته یې څلور ساعته په توقیف کې وساتلم او زما ساتونکی یې ووهل».

د پولیسو له لوري له حنفي سره ناسم چلند ته د مشرانو جرګې توند غبرګون ښودلی، د یادې جرګې رییس «فضل هادي مسلمیار» وايي « له حنفي سره د پولیسو چلند له سپکاوي ډک دی او باید په اړه یې څېړنې وشي».

یاده دې وي، چې دوې ورځې وړاندې هم د ولسي جرګې د وکیلانو او پولیسو تر منځ شخړه رامنځته شوې، چې په تعقیب یې وکیلانو د شپې ۱۱ بجې د پارلمان بېړنۍ ناسته راوبلله او د کورنیو چارو زیر یې استضاح کړ.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

ملالی جویا څوکاله مخکی ویلی وه چی: داپارلمان نه دی غوجل دی. داوکیلان ترحیواناتوهم بدتردی.هغه قانون چی پارلمان پخپله تصویب کړی دی، او دوی یی پر خپل ځان نه تطبیق کوی، نو پرعامو خلکو به څنګه تطبیق سی. که زه د کورنیوچارو وزیروای، دغه وکیلان می ټول د سپو غوندی وژل. وکیلان وایی موږته خلکو رایی راکړیدی، که داخبره صحیح وی نو دوی مسلح باډی ګارډان ولی لری.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close