« امریکا له طالبانو سره د مذاکراتو د بیا ځلې پیل هڅې کوي»

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۱ تله، ۱۳۹۸ل): له امریکا څخه خپرېدونکې مشهورې ورځپاڼې «وال سټريټ ژورنال» د امریکا له لوري له طالبانو سره د مذاکراتو د بیا ځلې د پیل د هڅو خبر ورکړی.

د ورځپاڼې له لوري په خپاره شوې مطلب کې راغلي، چې امریکايي چارواکي هڅه کوي له طالبانو سره درېدلي مذاکرات بیا ځلې پیل کړي او په همدې موخه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په څنډه کې له نړیوالو ډيپلوماټانو او ورپسې په اسلام اباد کې له طالب استازو سره ناستې کړي.

مطلب وړاندې زیاتوي، له نړیوالو ډيپلوماټانو او طالبانو سره د زلمي خلیلزاد د لیدنو موخه دا وه، څو د دواړو لورو تر منځ د باور فضاء رامنځته شي، تشدد کم شي او تر څنګ یې د بندیانو خلاصون ته زمینه برابره شي.

ورځپاڼه د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي «ولسن» له قوله لیکي، چې په افغانستان کې ځمکني حقایق لا هم نه دي بدل شوي؛ نو ځکه د مذاکراتو لغوه کول د ټرمپ تر ټولو بده پرېکړه وه او دواړه لوري اړ دي بیا ځلې خبرې پيل کړي.

امریکايي رسنۍ داسې مهال د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو د بیا پیل د شونتیا خبر ورکوي، چې د امریکا ولسمشر وايي، ناپایه جګړې به پای ته ورسوي او عسکر به کور ته راستانه کړي.

د ټرمپ په قول، دوی افغانستان ته د مؤقت وخت لپاره راغلي وو؛ خو اوس یې په دې هیواد کې په شتون ۱۹ کاله اوړي او وخت رارسېدلی چې خپل عسکر کور ته راستانه کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
A saeed
میلمه
A saeed

الله ج
مو زر تر زره ورك كره
ظاليمانو .امين يارب

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه،
نه طالیبه ته کامیاب شوی.او نه امریکا کامیاب شو،
طالیبه د جنګ مصرف به له کومه کوی؟پاکستان تور لیست ته داخل کیدونکی دی.
خبری ته کینی.سوله وکړی.