د زابل ولایت «دایچوپان» ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېده

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۱ تله، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، د زابل ولایت د «دایچوپان ولسوالي» یې له ټولو اړوندو برخو سره یو ځای په بشپړ ډول تر خپل کنټرول لاندې راوستې.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي «د الفتح عملیاتو په لړکې  نن  سهار د زابل ولایت د دایچوپان ولسوالۍ  مرکز له ټولو ملحقاتو  سره په  بشپړه توګه  فتح  شوي.»

د طالبانو په خبره، په دې تړاو به نور جزئیات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

بل لور ته د ګډ حکومت د دفاع وزارت بیا وایي، د زابل ولایت د نظامي شورا په وړاندیز یې ددې ولایت د دایچوپان ولسوالۍ مرکز  له پخوانی موقیعت څخه بلې ته انتقال کړی.

د یاد وزارت په خبره، دا ګام یې د خلګو لپاره د اسانتیا او  نظامي عملیاتو  ته د زمینې جوړولو په موخه اخستی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د