غور ولایت کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۱ تله، ۱۳۹۸ل): د غور ولایت مرکز ته نږدې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۲ مېرمنې وژلې او ګڼو سورلیو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د غور ولایت د ولایتي شورا غړی «عبدالحمید ناطقي» وايي « د فیروزکوه ښار په څو کیلومترۍ کې په بندبایان سیمه کې د سپرلۍ په یو موټر باندې د سړک د غاړې ماین چاودلی، چې په پایله کې یې ۲ مېرمنې وژل شوې او ګڼ نور شمېر نور کسان ټپیان دي».

بل لور ته د غور ولایت امنیتي مسئولین بیا پېښه له لارې څخه د موټر د اوښتلو په پایله کې رامنځته شوې بولي او په خبره یې د مرګ ژوبلې په تړاو لا هم دقیق معلومات نشته.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

وایی دا مین حکومتی عسکرو او که طالبانو امریکایانو ته خښ کړی وه چی د سوارلی موټر پری برابر شو. الله لدی ورسته دی د هغو کورنی پری برابری کړی چی دا مینونه خښه وي که طالب وی او که حکومت.